د کار چارو معین د بامیانو له والي سره وکتل،

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۸/۳ - ۹:۱۱
m

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي بامیان ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دې ولایت له والي مولوي عبدالله سرحدي سره وکتل.
په پیل کې د بامیانو والي د کار چارو معین او ورسره مل پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او ولایتونو ته د مختلفو ادارو د پلاوو ورتګ يې د چارو په شفافيت او ولسونو ته د خدماتو د وړاندې کولو په برخو کې اغیزمن یادکړ. همداراز يې د بامیان ولایت د محلي ادارې د ریاستونو ترمنځ د ښې همغږۍ څخه په یادونې سره د ځينو ټولګټو پروژو، چې دمګړۍ په کې یو شمېر هېوادوال په کارونو بوخت دي هم یادونه وکړه او له محلي ادارې سره یې د بامياني ولسونو نږدې همکاري وستايله.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خپلو خبرو کې د دې ترڅنګ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له فعالیتونو یادونه درلوده؛ د کار ملي کانفرانس د موخو او ژمنو تعقیب؛ چې پایله یې په راتلونکي کې د بیکارۍ کچې کمښت او کارموندنه ده؛ د وزارت له لومړیتوبونو وګڼل.
مولوي محمد زاهد احمدزي د خپلو خبرو په دوام وویل: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې بشپړ امنیت ټینګ او د غوره خدماتو فرصت برابر دی، چې ایجاب کوي ټول مسؤلین خپلو کاري ساحو کې روانې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو له یوې خوا ولسونو ته کاري فرصتونه جوړ او له بلې خوا هېواد ځان بسیاینې ته نږدې شي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته