د کار چارو معين د صنعتکارانو له استازو سره وکتل 

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۰:۴
د کار چارو معینیت

 په رسمي چارو کې د آسانتیاوو په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله د حکم، په اساس د کار چارو معين الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د خصوصي سکتور اړوند د صنعتکارانو له استازو، د فابریکو او شرکتونو له مسئولینو سره دوه‌یمه ناسته ترسره کړه.
په دې ناسته کې د دواړو اړخونو له لوري  د صنعت او سوداګرۍ په برخه کې د شته ستونزو او خنډونو د حل، د سوداګرو او صنعتکارانو ملاتړ، د کار بازار اړتیاوو، په هېواد کې پانګونې ته د نورو فرصتونو په برابرولو، په استخدام کې دې د بهرنیو پرځای داخلي وګړو ته لومړيتوب ورکولو، د کارګر د حقوقو خوندیتوب، د کار مفتشینو سره د پوره همکارۍ او همغږۍ، د کار جواز په ترلاسه کولو کې د نورو اسانتیاوو رامنځته کولو، صنعتي او تولیدي فعالیتونو پراختیا په برخه کې او په ټوله کې له خصوصي سکتور سره د غوره اړیکو په اړه هر اړخیز بحث وشو.  
مولوي احمدزي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، د ا.ا.ا د قوانینو او پالیسیو په نظر کې نیولو سره د کار او ټولنیزو چارو وزارت چمتو دی له خصوصي سکتور سره د همغږۍ، همکارۍ او ګډو برنامو له لارې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې خپلې هلې ځلې ګړندۍ کړي.  
همداراز مولوي احمدزي اړوند ریاستونو ته سپارښتنه وکړه، ترڅو د صنعتکارانو، شرکتونو او فابریکو مسئولینو ستونزو ته په ګډه  همغږۍ او همکارۍ سره رسېدنه وشي او په چارو کې ورته اسانتیاوې برابرې شي.  
په پای کې د صنعت او سوداګرۍ سکتور استازو هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت د همکاریو او دوامدار ملاتړ قدرداني وکړه او ژمنه یې وکړه، چې د کارموندنې او بشري ځواک د اشتغال په برخه کې به له یاد  وزارت سره په همغږۍ خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته