د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې د بګرام زندان مستند فلم ننداری ته وړاندې شو

naweed_admin
شنبه ۱۴۰۱/۸/۷ - ۱۴:۴۰
E


د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې نن؛ په بګرام زندان کې په تیرو شلو کلنو کې د سرته رسیدلو، ظلمونو، ستمونو، بې عزتیو، فجایعو او ذهني شکنجو او فشارونه په تړاو د افغان فلم له لورې جوړ شوې مستند فلم ننداری ته وړاندې شو.
د فلم له ننداری څخه وړاندې د کار او ټولنیزو چارو مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي دین محمد حقبین په خپلو خبرو کې وویل: د افغان فلم یادې هڅې د ستایلو وړ دی، د فلم اساسي موخه؛ اصلي واقعیتونو ښکاره کول او د غلطو او فاضلو فتنو شړل دی.
مولوي حقبین په خپلو خبرو کې خلک یووالي، د واحد قیادت ترلاندې سوله ایز ژوند، د خپل امیر اطاعت واجب ګڼلو او په خپل منځ کې د تعصب او اختلافاتو څخه پرهیز ته راوبلل، او زیاته یې کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د ملت د دین، مذهب، ناموس او عزت ساتونکی دی او یاد مسوولیت ته ژمن دی.
د یادولو وړ ده چې یاد فلم د یو ساعت په مخه ده او په تیرو شلو کلنو کې په بګزام زندان کې تیر شویو فجایعو یو مستنده ننداره ده چې د اشغالګرو ځواکونو وحشت او بربریت په ګوته کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته