د کار او ټولنیزو چارو وزیر بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له مسؤلېنو سره وکتل

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۸ - ۱۶:۲۶
اعزام کارګران

 

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د خپل کار په دفتر کې بهر ته د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي او مل پلاوي سره وکتل او د اړوندو مسأیلو په اړه یې خبرې وکړې.

په کتنه کې د دواړو لوریو لخوا بهرنیو هېوادونو ته نویو افغان کارګرانو د لېږد پر څرنګوالي،   هلته د  میشتو افغان کارګرانو د اوسني وضعیت، د ستونزو د حل، د حقونو د خونديتوب او اړتیاوو، د بهرنیو چارو وزارت په ملتیا کارګرمنونکو هېوادونو ته له اتحادیې سره ثبت شرکتونو د رسمي معرفت، قطر او نورو هېوادونو کې د افغان کارګرانو د لېږد  د اتحادیې  لپاره د رسمي دفترونو پرانېستلو او نورو موضوعاتو په اړه په تفصیلي ډول خبرې اترې وشوې.
د کار او ټولنیزو چارو وزیر له اتحادیې څخه وغوښتل؛ چې په خپلو کاري فعالیتونو کې نورې لازمې اسانتیاوې رامنځته کړي؛ په کارګرمنونکو هېوادونو کې افغان کارګرانو لپاره بازارموندنه وکړي؛ هم په افغانستان او هم له هېواد څخه بهر خپل فعالیتونه منظم او قانوني کړي؛ د کارګرمنونکو هېوادونو د کارګرانو رسمي اتحادیو سره کاري اړیکې جوړې کړي؛ او د افغانستان اسلامي امارت سره مرسته وکړي؛ هغه شرکتونه وپیژني او د قانون منګلو ته یې وسپاري؛ چې په غیرقانوني ډول بهر ته افغان کارګران استوي.
الحاج ملا عبدالمنان عمري زیاته کړه: تمه ده؛ چې په نږدې راتلونکي کې د ایران اسلامي جمهوریت د کارپنځونې مرستیال کابل ته سفر وکړي او غوره به وي؛ چې په ګډه خپلې غوښتنې له هغوی سره شریکې کړو.
د افغان کارګرانو د لېږد د اتحادیې له رئیس حاجي نورالله فدوي هم په خپل وار؛ خبرو کې وویل: موږ د افغانستان اسلامي امارت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو یو، او هېله‌من یو چې د اتحادیې ستونزې او ننګونې هم په پام کې ونېول شي؛ د قانوني فعالیت لپاره یې جوازونه په خپل وخت تمدید شي، بهرنۍ کاري اړیکو ته یې د ټینګښت زمینه برابره شي؛ او بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو لېږد پروسه یوازې له هغوی سره په نږدی همکارۍ او همغږۍ پرمخ یوړل شي.
په پای کې دواړو لوریو په متقابلې او نږدی همکارۍ ټینګار وکړ؛ او ژمنه وشوه چې ټول کارونه به په پوره همغږۍ
پرمخ بیايي.

 

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۵:۳۶
Background image

توزیع ابزار کار برای ۲۹ تن از فارغان فن و حرفه در بلخ

 

به‌اساس تلاش‌ها و هم‌آهنگی ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ، برای ۲۹ تن از کارآموزان فارغ شده‌ در حرفهٔ ترمیم موترسایکل، ابزار کار توزیع گردید.

ریاست کار و امور اجتماعی ولایت بلخ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۸ - ۱۳:۲۵
Background image

د صنعتکارانو، سوداګرو او د باروړونکو اتحادیو د استازو ترمنځ د تفاهم ناسته وشوه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ, د ریاست الورزاء عالي مقام د اقتصادي مرستیال مشاور مولوي عبدالولي رحمت، د ماليې وزارت مرستیال مولوي عبدالمتین سعید، د. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۷ - ۱۳:۴۱
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې نوې ټاکنې شوي دي

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مقام د وړاندیز په اساس او د ریاست‌الوزراء په منظورۍ نن درې تنه نوي رئیسان او د ټولنیزو چارو مشاور خپلو کارکوونکو ته معرفي شول.
په نویو ټاکنو کې د کار او. . .

بیرته خبرونو ته