د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د غیر مالیاتي عوایدو په تړاو ناسته وشوه

media_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۲/۲۵ - ۱۲:۲۰
غیرمالیاتي عواید

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ مالي او حسابي رئیس الحاج مولوي احمدالله رفیق د ماليې وزارت د عوایدو لوی ریاست اړوند د غیرمالیاتي عوایدو له استازو سره ناسته وکړه.

کتنه کې دواړو لوریو  پریکړه وکړه؛ چې په ګډه همغږۍ او همکاری به د عوایدو د اتلاف ساحاتو د پیژندنې سربېره؛ د عایداتي سرچینو د زیاتوالي، د ارزښتناکو اسنادو په معیاري کولو، د ارشیف اړوندو موضوعاتو، د کار جوازونو، املاکو او د اجناسو په کمیت او کیفیت کې غوره‌والي او پراخوالي راولي؛ ترڅو په چارو کې د روڼتیا سربېره په لګښتونو کې سپما، په خپل وخت د چارو د ترسره کېدل او په ټوله کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت په عوایدو کې ډیروالی او پراخوالی راشي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او حسابي رئیس الحاج مولوي احمدالله رفیق د ماليې وزارت له استازو سره په دې ډګر د کوټلو ګامونو او همکاریو ژمنه وکړه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۹:۲۴
Background image

د کارګر حقوق یوازې په اسلامي شریعت کې خوندي دي


د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري د کارګر نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته په خپلې وینا کې وویل: د نړۍ ټولو حقوقي نظامونو په پرتله یوازې اسلامي شریعت دی؛ چې. . .

بیرته خبرونو ته