د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه پلاوي ناسته ترسره کړه

publish
پنجشنبه ۱۴۰۰/۳/۶ - ۹:۲
۱

 

د ترتیب شوې اجنډا سره سم  د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشرتابه پلاوي؛ د کار او ټولنیزو چارو وزیر ښاغلي بشیراحمد ته ینج په مشرۍ او د  مرستیال وزیرانو،سلاکارانو، رئیسانو او نورو مسئولینو په شتون کې؛ ناسته ترسره کړه.
د وزارت مقام ټولو کارکوونکو ته د تیر شوې کمکید اختر مبارکۍ ترڅنګ، د مالي او اداري معینیت د تدارکاتو مشاور خدای بخښلی نثاراحمد ابراهیمي  پر مړینه خواشیني څرګنده کړه او ستر څښتن تعالی له دربار څخه یې ښاغلي ابراهیمي ته د جنت الفردوس ا وکورنۍ ته یې د جمیل صبر غوښتنه وکړه. وروسته یې د مرستیال وزیرانو له فعالیتونو او کاري کړنو په ځانګړې ډول د کار مرستیال وزیر ښاغلي اجمل شاه پور چې په تیرو څو ورځو کې یې د وزارت سرپرستي پرغاړه درلوده؛ له فعالیتونو ستاینه او مننه وکړه او وویل چې خوښ یم په وزارت کې یو ژمن ټیم منځته راغلی دی او د خوشحالۍ ځای دي چې ټول کارونه په غوره توګه پر مخ روان دي.
په یاده ناسته کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیالانو کاري اجراآت د وزارت مقام ته وړاندې شول، د بیلابیلو ننګونو او ستونزو په هکله هراړخیز توګه بحثونه ترسره شول او ستونزو ته د چټګې رسیدګۍ په موخه؛ مسئولینو ته اصلاحي هدایات او لارښوونې وشوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته