د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د ایران سفیر سره و کتل.

publish
چهارشنبه ۱۳۹۸/۶/۶ - ۱۵:۵۷
۱

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست سید انور سادات د افغانستان لپاره د ایران سفیر محمد رضا بهرامي سره د خپل کار په دفتر کې و کتل.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست د ایران سفیر ته د ښه راغلاست تر څنګ، ایران د افغانستان یو نیک او د مشترک کلتور لرونکی هیواد یاد کړ او په تیرو کلونو کې یې د ایران هیواد له همکارۍ او مرستو څخه مننه و کړه.

د ایران سفیر محمد رضا بهرامي د خپلو خبرو په ترڅ کې د افغانستان د خپلواکۍ سلمې کلیزې، د دارالمان ماڼۍ بیا رغوونې او اداري کمپلیکس پرانستې په اړه مبارکي وویله او د کارونو د لا ښه والي لپاره یې په دوه اړخیزه همکاریو ټینګار و کړ.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د فني او حرفوي زده کړو، وړکتونونو، ظرفیت لوړولو او ټولنیزې بیمې اړوند هر اړخیزې خبرې و کړې.

په پای کې هوکړه پر دې شوه، چې د دواړو لوریو تخنیکي همکاران به د یادو موضوعاتو په اړه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ایران سفارت رهبرۍ سره په همغږۍ د ذکر شویو پروګرامونو د پلي کولو لپاره هلې ځلې او حل لارې پيدا کوي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته