د کار او ټولنیزو چارو نوي مالي او اداري مرستیال دنده پیل کړه

media_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۹ - ۱۶:۲۷
مالي او اداري معین

د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوی مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي عبدالعزیز نصیر نن خپلو کارکوونکو او مأمورینو ته په هغه غونډه کې معرفي شو؛ چې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري، د کار چارو معین مولوي محمدزاهد احمدزي، د چارو ادارې  د لوی ریاست  د امارت پالیسیو معاون مولوي عبدالباري عاطف، د کار او ټولنیزو چارو وزارت مشاورینو، رئیسانو او کارکوونکو په ګډون جوړه شوې وه.
په معرفي‌غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملاعبدالمنان عمري وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو او همدارنګه د ټولنیزو چارو اساسي معینیتونو او په همدې توګه د مالي او اداري چارو حمایوي معینیت په درلودلو سره مکلفیت او مسؤولیت لري؛ چې د ټولنې تر ټولو مستحق، مظلوم او له زیان سره مخ اقشارو لپاره خپل خدمات وړاندې کړي او د هغوی ستونزې تر ډیره بریده حل کړي او د یتېمو او بې‌سرپرسته ماشومانو، ښځو او نورو اقشارو لاسنیوی وکړي.
، د چارو ادارې  د لوی ریاست  د امارت پالیسیو معاون مولوي عبدالباري عاطف،  هم د مولوي عبدالعزیز نصیر د تقرر په اړه د امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د حکم له قرائت سربېره؛ د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ټولو کارکوونکو او مسؤلینو څخه وغوښتل؛ چې له نوي معین سره په ټولو چارو او کارونو کې مرسته وکړي.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت نوي مالي او اداري مرستیال وزیر مولوي عبدالعزیز نصیر هم په خپلو خبرو کې وویل: ژمنه کوم؛ کار او فعالیت به مو د اطاعت پر بنیاد باندې وي او هڅه مو دا ده؛ چې د افغان ولس تر ټولو مظلوم او مستحق قشر لپاره به په ټول اخلاص او صداقت خدمت کوو.
په پای کې مولوي عبدالعزیز نصیر د کار او ټولنیزو چارو وزارت د رهبري پلاوي په ملتیا تر خپل دفتر پوري بدرګه؛ خپلو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو او خپلو چارو کې ورته د توفیق او بریالیتوب دعا وشوه.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته