د کار او ټولنیزو چارو او د کورنیو چارو وزیرانو کتنه

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۹/۱ - ۱۴:۲۴
کتنه


د کار او ټولنیزو چارو وزیر، الحاج ملا عبدالمنان عمري د کورنیو چارو له وزیر، الحاج خلیفه سراج‌الدین حقاني سره د اړوندو مواردو په اړه وکتل. 
کتنه کې دواړو لوریو په هېواد کې د سرتاسري امنیت په برخه کې د روانو هلو ځلو او په دې برخه کې د هېوادوالو د نږدې همکارۍ، کورنۍ او بهرنۍ پانګه‌اچوونې ته د مساعد چاپیریال،  د نویو کاري فرصتونو د رامنځته کېدو، د کار ملي کانفرانس د ژمنو پر تعقیب، د مسلکي مهارتونو د پیاوړتیا، د ټولنیزو ستونزو د تشخیص او هغوی تهد حل‌لارو په لټولو، د ورکو شویو او بې‌سرپرستو ماشومانو او د زیانمنو ډلو څخه د ملاتړ د څرنګوالي په اړه مفصل بحثونه او خبرې وکړې. 
ناسته کې په اړوندو برخو کې د دواړو وزارتونو ترمنځ د همکاریو په پراختیا او نږدې‌والي هم ټینګار ترسره او ژمنې وشوې، چې په دې برخو کې به روانې هڅې پیاوړې او لا همغږې شي، ترڅو هېوادوالو ته په مختلفو ساحو کې لازم خدمات وړاندې او له حقوقو څخه یې دفاع وشي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته