د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست د چين هيواد د را منځ ته کېدو يو اويايمې کليزې په پار ويديويي ناسته کې ګډون او خبرې و کړې.

دغه ويډيويي ناسته چې د چين هيواد د را منځ ته کېدو يو اويايمې کليزې په پار کابل کې جوړه شوې وه، پيل کې د افغانستان لپاره د چين جمهور هيواد سفير ( وانګ يو) د داوړو هېوادونو( چين او افغانستان) په ښه ګاونډيتوب خبرې و کړې او افغانستان يې د چين يو ښه ګاونډ ياد کړ.
د افغانستان لپاره د چين هيواد سفير وويل چې په تېرو شلو کلونو کې افغانستان ډير پرمختګ کړی دی، نوموړي همدارنګه وويل چې موږ نن له افغانستان سره د ګډو ديپلوماتيکو اړيکو درلودلو د شپږ شپيتم کال جشن لمانځو؛ ښاغلي وانګ همدارنګه د افغانستان حکومت د سولې خبرو څخه هم ملاتړ اعلان کړ او په تيرو کلونو کې يې افغانستان کې د خپلو مرستو د ښه مصرف او پروژو عملي کېدو د افغان حکومت د همکاريو څخه مننه وکړه او ژمنه يې و کړه، چې د سولې خبرو له برياليتوب وروسته به هم د چين هيواد د افغانستان فعال ملاتړ کوي.
نوموړي همدارنګه د افغان حکومت او چين هيواد د لا زياتو اقتصادي همکاريو او د خلکو تر منځ د لا زياتو ښو اړيکو جوړولو هيله مندي څرګنده کړه.
وروسته د جمهوري رياست لومړي معاون امروالله صالح هم خبرې و کړې، د چين هيواد د تاسيس کېدو د يو اويايمې کليزې د مبارکۍ ترڅنګ يې، چين د افغانانو يو ښه ګاونډ ياد کړ، و يې ويل چې چين او افغانستان له پېړيو را هيسې له يو بل سره ښه ګاونډيتوب پاللی دی او کله هم د دواړو هيوادونو تر منځ کومه ستونزه نه ده رامنځ ته شوې.
ښاغلي صالح د خپلو خبرو په ترڅ کې د چين له ټولو مرستو د مننې ترڅنګ و غوښتل څو د افغان حکومت سره د اوبو، برق، تکنالوژۍ او ساينس په برخو کې جوړوونکې او فعاله ونډه واخلي.
دې ويديويي ناسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست هم خبرې و کړې، نوموړي د چين هيواد د تاسيس د يو اويايمې کليزې مبارکي وويله، زياته يې کړه: ټولو ته معلومه ده، چې چين په نړۍ کې د سوله ايز پرمختګ يو ښه مثال دی او موږ به په مختلفو برخو کې د چين هيواد مرستې کله هم هيرې نه کړو او کابل کې د شمسا روزنتون جوړيدو په پار ترې مننه کوو.
ناسته کې د افغانستان مخکني جمهور رئيس حامد کرزي، د افغانستان د اسلامي وحدت حزب مشر محمد محقق، د افغانستان اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار، د بهرنيو چارو وزارت مخکني وزير صلاح الدين رباني، په افغانستان کې د يوناما رييس، د کډوالو او بيرته را ستنيدونکو چارو سرپرست هم خبرې و کړې، دوی د چين هيواد د تاسيس د يو اويايمې کليزې د مبارکۍ ترڅنګ له ۲۰۰۱ کال را په ديخوا د افعانستان حکومت سره د چين هېواد د مرستو او نېکو اړيکو په پار مننه و کړه.