د ټولنیزو چارو معین په روزنتونونو کې د مېشتو زده‌کوونکو د وضعیت ارزونه وکړه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۴:۳۶
روزنتون

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، ننګرهار او کونړ ولایتونو ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې ولایتونو په روزنتونونو کې د مېشتو زده‌کوونکو وضعیت او هغوی ته د خدماتو د وړاندې کېدلو څرنګوالی وڅاره.

الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده په روزنتونونو کې زده‌کوونکو ته د اعاشې، اباتې، د ښوونیز بهیر، روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو او د لیلیې چارو څخه د لیدنې ترڅنګ، مسؤلینو ته وویل چې تر پخوا دې لا ډېرې هڅې وکړي او په اړوندو برخو کې دې خدمات ګړندي کړي. په همدې توګه یې زیاته کړه، چې د روزنتونونو زده‌کوونکو ته د روغتیايي خدمتونو د ترسره کېدلو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت او د یوه خصوصي روغتون ترمنځ هوکړه شوې، ترڅو د اړتیا په صورت کې د ناروغو زده‌کوونکو لازمه درملنه وشي.

د ټولنیزو چارو معین د روزنتونونو په برخو کې د ننګرهار او کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو د رئیسانو ځیني وړاندیزونه او غوښتنې هم واورېدې او د حل په موخه یې د پاملرنې ډاډ ورکړ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۱ - ۱۴:۹
Background image

ننګرهار کې ۳۲۰ تنه ځوانانو ته د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره شوه

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ ۳۲۰ تنه ځوانانو ته؛ د خیاطۍ، کرتۍ او واسکټګنډلو، سولر او انورټر ترمیم، بیک‌ګنډلو، بوټ ګنډلو او موبایل ترمیم په حرفو کې د شپږ میاشتنی. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۱۹ - ۱۴:۲۳
Background image

په هلمند کې ۸۲ تنه ځوانان له فني او حرفوي زده‌کړو فارغ شول

د هلمند ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ په مرکز لښکرګاه کې ۸۲ تنه ځوانان د تعمیراتو برېښنا، نلدوانۍ، د ودانیو رنګمالي او موبایل ترمیم په حرفو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۷ - ۸:۱۶
Background image

په لوګر کې ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ووېشل شوه

د لوګر ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۱۸۵ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو؛ هر ماشوم ۱۱۳۰۹؛  مجموعاً د ۲۰۹۲۱۷۹ افغانیو په ارزښت د نغدي پیسو مرسته ترلاسه کړه.

د. . .

بیرته خبرونو ته