د ماشوم ساتنې کمیټې نوبتي ناسته ترسره شوه

media_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۴ - ۱۴:۵۲
ماشوم ساتنې کمیټه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د ماشوم ساتنې ریاست له لوري د ماشوم ساتنې کمیټې، چې پکې د پوهنې، د عامې روغتیا، کورنیو چارو او اطلاعاتو کلتور وزارتونو، د سرې میاشتې او د زندانونو چارو د تنظیم ادارو، د WCC،SCI ،MCPA   او IRW  مؤسساتو د استازیو په ګډون نوبتي ناسته تر شره شوه.

په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده په خپلو خبرو کې راغلو میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: دا زمونږ دنده او مسؤلیت دی؛ ترڅو د اړمنو، شاقه کارو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاسنیوی وکړو او د ژوندانه سهلتونه ورته برابر کړو.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د اړمنو، شاقه کارو، ردمرزي، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د ژوندانه د آسانتیاوو د برابرولو، ښوونې او روزنې،  او روغتیايي خدمتونه او د اوسېدنې ځای ته یې پاملرنه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي او په دې برخه کې دوامداره ملاتړ ترسره کیږي.

ورپسې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي سعدالدین مطمئن هم په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د حقوقو  پر اهمیت خبرې وکړي.

همدارنګه نوموړي د خپلو خبرو په دوام  له ملي او نړیوالو مؤسساتو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د افغانستان اسلامي امارت د پالسیو او اصولو مطابق او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ په دې برخه کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکړي.

په پای کې د یادو وزارتونو، اداراتو او مؤسساتو استازو د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ د خپلو فعالیتونو او لاستهراوړنو څخه یادونه وکړه او په دې برخه کې یې د زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته