د عربي متحده ايالاتو سفیر سره د کار او ټولنيزو چارو وزير ليدنه

publish
پنجشنبه ۱۴۰۰/۲/۲ - ۸:۴۷
19

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د افغانستان لپاره د عربي متحده ايالاتو سفير عيسی سالم محمد الظاهری سره و کتل. دې ناسته کې چې د کاري چارو مرستيال محمد اجمل شاه پور هم حضور درلود، دواړو لوريو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د عربي متحده ايالاتو پر همکارۍ خبرې وکړې، د کار او ټولنيزو چارو وزير د عربي متحده ايالاتو سفير څخه و غوښتل؛ څو د کار او ټولنيزو چارو وزارت سره د فني او حرفوي زده کړو برخه کې همکاري او لکه د افغان ـ کوريا انستيتوت په څير د افغان ـ امارات د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت جوړ کړي؛ نوموړي همدارنګه و غوښتل هغه روزنتون چې د کندهار ولايت عينو مېنه کې د اماراتو په مرسته جوړه شوې او د پروان ولايت روزنتون برخه کې هم له دې وروسته ورسره همکاري او مرسته وکړي، چې د عربي متحده ايالاتو سفير له لوري د همکارۍ ژمنه و شوه. پای کې دواړو لوريو د دوه اړخيزه همکاريو او د دواړو لوريو ترمنځ د کاري چارو پروسې پر اسانتيا ټينګار و کړ.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۲۲ - ۱۵:۹
Background image

کابل کې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي اشخاص له فني او حرفوي زده‌کړو څخه فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د پلچرخي د فني او حرفوي زده‌کړو له مرکز څخه د اوومې ښوونیزې دورې ۳۰۰ تنه له اعتیاد څخه رغېدلي کسان، له څلور میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو وروسته، د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۶/۸ - ۱۰:۱۸
Background image

د مرکزي زون ولایتونو کارکوونکو ته د پلان جوړونې او برېښنايي سیستمونو په اړه د پوهاوي درې ورځنۍ برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کلني پلان د غوره تطبیق، د چارو د لا ښه انسجام او متوقعه پایلو د ترلاسه کولو په موخه، د میدان وردګو، لوګر، پروان، غزني، کاپیسا، بامیان او پنجشېر ولایتونو د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۹ - ۱۱:۳
Background image

په لغمان کې ۴۵ اړمنو کورنیو ته د کوچنیو کاروبارونو زمینه برابره شوه

د لغمان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۴۵ اړمنو کورنیو ته، چې د یوې شفافې او منظمې سروې په ترڅ کې مستحقې پېژندل شوې وې؛ هرې کورنۍ ته ۲۲۰۰۰؛ مجموعاً ۹۹۰۰۰۰ افغانیو په. . .

بیرته خبرونو ته