د بشري ځواک په لوی ریاست کې په عصري او برېښنایي بڼه د آرشیف پرانېستل

media_admin
شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۹
آرشسف ریاست قوای بشری


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې هېوادوالو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پخوانی آرشیف، په برېښنایي او ډیجیټل بڼه تنظیم او پرانېستل شو.
 د پرانېست غونډې په پیل کې د بشري ځواک لوی رئیس مولوي عزت‌الله عارف په خپلو خبرو کې وویل: د هېواد په کچه تحصیلي اسناد، اساسي معلومات، دوسیې او د دولتي کارکوونکو سوانح او اسناد به په اساسي او معیاري ډول وساتل شي او په دې سره به د رونټیا، د اسنادو خوندي کېدلو، څیړونکو ته په چټکه توګه د لاسرسي او د مراجعینو او کارکوونکو د وخت د ضایع کېدو څخه د مخنیوي په برخو کې لازم سهولتونه برابر شي. 
 د ویلو ده چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک لوی ریاست آرشیف په ۱۳۵۳ هـ ش کال کې تأسیس شو، چې په کې د هېوادوالو د تېرو پنځو لسیزو نږدې لس میلیونه پاڼې تحصیلي اسناد او سوابق ساتل کیږي

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته