د افغانستان اړوند خبرو ناسته ( پوهنې، لوړو زده کړو او فقر) کې د کار چارو مرستيال ګډون

naweed_admin
چهارشنبه ۱۴۰۱/۳/۱۸ - ۱۱:۲۴
۱

د کار چارو مرستيال مولوي مخدوم عبدالسلام سعادت د افغانستان اړوند خبرو ناسته کې چې د آسيا نړيوال مطالعاتي او څيړنيز بنسټ له لوري کانټينينټال هوټل کې جوړه شوې وه ګډون وکړ او په افغانستان کې د فقر عواملو د ارزونې او حل لارو اړوند يې هر اړخيزې خبرې وکړې. 
د ويلو دی، چې د خبرو پنل کې د کار چارو مرستيال او نورو ګډونوالو له لوري د دې موضوعاتو (څنګه کولای شو د افغاني ظرفيتونو څخه د کار برخه کې ګټه واخلو؟ د کاري زمينې نه را منځ ته کيدلو برخه کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت بنسټيزې ستونزې څه دي؟ څنګه کولای شو د دولت او خصوصي سکتور تر منځ د کارموندنې په موخه همغږي را منځ ته کړو؟ د کار او ټولنيزو چارو وزارت د کارموندنې لپاره څه پلانونه لري؟ د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د سرپناه موندلو لپاره څه پلانونه لاس لاندې دي او د کاري ادارو د قانوني کولو او همغږۍ لپاره څه پلانونه شته؟ ) اړوند هر اړخيزې خبرې و شوې.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته