تورخم کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت مؤظف تخنیکي ټيم، بیا راستنېدونکو هېوادوالو ته د خدماتو وړاندې کولو په لړ کې پرون د یکشنبې په ورځ ۷۷۱تنه کډوال سیستم کې ثبت کړل

naweed_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۸:۲۸


د افغانستان د اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کمیټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، تورخم ته د دې وزارت استول شوی تخنیکي ټیم پرون یکشنبه ۷۷۱تنه بېرته راستانه شوي کډوال سیستم کې ثبت او په مختلفو برخو کې هغوی سره مرسته کړې‌ده.
پرون یکشنبه د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم د خپلو تېرو فعالیتونو په دوام؛ و توانېد چې تورخم کې۷۷۱تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې ثبت کړي او د هغوی تعلیمي او تحصیلي سویې او  فن او حرفو ته یې لاسرسی هم تثبیت کړي. په همدې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت  د زیانمنو اقشارو ستونزو د رسیدګي سربېره  د ترانسپورت د تنظیم او روغتیايي مراکزو ته د بېرته راستنېدونکو کډوالو د لاسرسي په برخو کې هم فعاله ونډه ولري.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۱۲:۳
Background image

د نېکمرغه کوچني اختر په مناسبت ۱۵۰۰ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

 
د ننګرهار، کنړ، بغلان، پروان، نورستان او پنجشیر ولایتونو د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له لوري د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته اختریزې البسې. . .
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۰:۲۴
Background image

د ښځو او زیانمنو اقشارو د ستونزو حل زموږ له مهمو لومړیتوبونو څخه دی

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو معین، الحاج مولوي عبیدالله امین‌زاده، د خپل معینیت د یو کلن راپور د وړاندې کولو پر مهال رسنیو ته وویل چې د ښځو او زیانمنو اقشارو ستونزو ته. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۳:۵۵
Background image

د کوچني اختر په مناسبت ۵۶۹ تنه یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شو


ننګرهار ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ ۵۶۹ تنه یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د نېکمرغه کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت  یوه یوه جوړه اختریزې جامې ترلاسه کړې.  
د. . .

بیرته خبرونو ته