بهر ته د افغان کاریګرو د غیرقانوني اعزام د مخنیوي لپاره درېیمه ناسته ترسره شوه

media_admin
دوشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۵ - ۹:۱۴
کار معینیت

بهر ته د افغان کاریګرو د غیر قانوني اعزام د مخنیوي لپاره درېیمه ناسته ترسره شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په مشرۍ بهر ته دافغان کارګرانو د غیر قانوني اعزام د مخنیوي لپاره د کورنیو چارو، بهرنیو چارو، اطلاعات او کلتور، حج‌ او اوقافو، عامې روغتیا او عدلې وزارتونو او د احصائې او معلوماتو ملي ادارې د استازو په ګډون درېیمه تخنیکي ناسته ترسره شوه.
په پیل کې د یادو امارتي ادارو استازو په هېواد کې د ننه او له هېواد څخه بهر افغان کاریګرو او ځوانانو د ستونزو، ننګونو، هلته شته فرصتونو او د هغوی د حقوقو د تأمین په اړه د معلوماتو د وړاندې کولو تر څنګ؛ د افغان کارګرانو د غیر قانوني اعزام د مخنیوي پر لارو چارو، د خپلو اړوندو مسؤلیتونو او هلته شته ستونزو ته د رسېدنې او حل پر څرنګوالي بحث وکړ.
ورپسې د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي په خپلو خبرو کې په دې برخه کې د یادو امارتي وزارتونو او ادارو له استازو د هڅو د ستاینې سربېره په خپلو خبرو کې د افغان کارګرو د غیر قانوني اعزام د مخنیوي، د بشري قاچاق پر وړاندې مبارزې، د کارګرو د حقوقو، د هغوی د عزت او امنیت خونديتوب، د اړونده ادارو تر منځ منظمې همغږۍ او همکارۍ او د قانوني کارموندنې مصئون بهیر د رامنځته کولو  څخه د اطمینان او د قانوني میکانیزم د جوړولو په اړه هر اړخیزې خبرې وکړي.
مولوي احمدزي د خپلو خبرو په دوام کې له اړوندو امارتي ادارو څخه غوښتنه وکړه؛ چې د کارموندنې له خصوصي شرکتونو سره په ګډه همکارۍ او همغږۍ د غیر قانوني انساني قاچاق په مخنیوي کې اغیزمن او کوټلي ګامونه واخلي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته