افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت کې د ۱۳۹۹ ښوونیز کال لپاره کانکور آزموینه واخیستل شوه.

publish
چهارشنبه ۱۳۹۸/۱۲/۲۱ - ۱۰:۱۴
3

افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت کې نږدې دوه زره هیوادوالو څخه د کانکور آزموینه واخیستل شوه، چې له دې ډلې به ۵۵۰ تنه هغه ځوانان چې لوړې نمرې تر لاسه کړي، یاد انستیتوت کې به جذب شي.

د افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت مسؤل میر جلال الدین هشام د یاد کانکور پرانستې مراسمو کې وویل، چې په دې آزموینه کې نږدې دوه زره د نهم او دولسم صنفونو فارغانو نوم لیکنه کړې، چې ۵۵۰ تنه هغه به چې لوړې نمرې تر لاسه کړي، د یاد انستیتوت اوه ( کمپیوټر، ولډنګ کارۍ، انګلیسي، خیاطي، ساختماني، د موټر ترمیم او نلدوانۍ) څانګو کې جذب، درې رشتو کې د شپږ او څلور څانګو لپاره د یو کال په موده کې به ورته مسلکي زده کړې ور کړل شي.

د ویلو ده چې افغان ـ کوریا د فني او حرفوي زده کړو انستیتوت د کار او ټولنیزو چارو وزارت له مهمو انستیتوتونو څخه شمیرل کیږي، چې ۸۰ سلنه درسي سیستم یې عملي او هر کال ترې شا او خوا ۱۰۰۰ تنه فارغیږي او نظر به سروې ګانو د یادو فارغانو ۷۰ سلنه فارغان دندې هم پيدا او یا یې هم خپله شخصي کاروبار پيل کړی دی.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته