افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت کې د شاملېدو په موخه له شا او خوا زر تنه انجونو او هلکانو څخه آزموينه واخيستل شوه.

publish
شنبه ۱۳۹۹/۷/۱۹ - ۱۱:۵
2

د ازموينې پرانسته کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست بشير احمد ته ينج؛ د ځوانانو نوم ليکنه او آزموينه کې برخه اخيستنه د مهارتونو زده کولو او کارموندنې په برخه کې يو ښه چانس ياد کړ، له شاګردانو يې و غوښتل؛ څو ياد مرکز ته په بريالي کېدو سره له وخت څخه په ګټنې، په ښه توګه خپل درسونه مخ ته يوسي؛ څو خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت مصدر و ګرځي.

د کار او ټولنيزو چارو سرپرست همدارنګه وويل چې د افغانستان دولت په ځانګړې توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت ژمن دی؛ څو د فني او حرفوي زده کړو شپږ مياشتنيو او يو کلنو کورسونو په جوړولو سره ځوانانو ته کسب ور زده او د کارموندنې په برخه کې ورسره همکاري و کړي.

د آزموينې پرانسته کې د آفغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيتوت آمر ميرجلال الدين هشام وويل: په دې آزموينه کې شا او خوا زر تنه انجونو او هلکانو ګډون کړی دی، چې تر آزموينې وروسته به ۱۵۰ تنه هغه کسان چې لوړې نمرې تر لاسه کړي؛ دريو ( کمپيوټر، خياطي او انګليسي) څانګو کې به و نيول شي.

همدارنګه د کار او ټولنيزو چارو سرپرست د آزموينې تر نظارت وروسته د ياد انستيتوت د کارموندنې او نورو څانګو څخه ليدنه و کړه او د تدريسي بهير او ښو خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې يې مسؤلينو ته لازمې لارښوونې و کړې.

د ويلو دی، چې تيره اونۍ هم د افغان ـ کوريا د فني او حرفوي زده کړو انستيوت له دريوو( کمپيوټر، انګليسي او خياطي) څانګو څخه ۱۴۰ تنه انجونو او هلکانو د فراغت تصديق پاڼې تر لاسه او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۲
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت دا ځل په پام کې لري، چې د تېر اعلان په تعقیب سره په ۲۳ نویو حرفو کې د هېواد په ټولو ولایتونو کې د ماهرو او مسلکي کارګرانو او په تېر یوه کال کې بېکاره . . .

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۴ - ۱۰:۲۶
Background image

د کار چارو معین د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس سره وکتل

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي د خپل کار په دفتر کې د افغانستان لپاره د ناروې کمېټې له رئیس تاریا مګنوسن‌واټردال سره وکتل.
په پیل کې، الحاج. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۴:۴۷
Background image

د کار په انسټیټیوټ کې د ظرفیت‌لوړونې برنامه پیل شوه

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د کار په انیسټیټیوت کې د تېرو برنامو په دوام سره دا ځل ۳۵ تنو امارتي کارکوونکو لپاره د دوسیه‌بندۍ درې ورځینۍ برنامه پیل شوه.
تمه ده؛ چې د یادې برنامې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۱۰:۲
Background image

د کار عالي شورا نوبتي ناسته وکړه

د کار او ټولنیزو چارو وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري په مشرۍ؛ د کار چارو معین، د قواعدو او د کار شرایطو د بهبود رئیس، د کار حقوقو د تقنین رئیس، د خصوصي سکتور استازو، ټولنیزو شریکانو او د. . .

بیرته خبرونو ته