ارګون کې له ٩٠ کورنیو سره د نقدي پیسو او خیاطۍ حرفې د وسایلو مرسته وشوه

naweed_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۷ - ۱۰:۱۴
Q


د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو او د KRO همکارې مؤسسې په مالي ملاتړ د ارګون ولسوالۍ د ٩٠ اړمنو او له اعتیاد څخه رغېدلو کسانو له کورنیو سره د ٥٩١٣٠٠ افغانیو په ارزښت د نقدي مرستو سربېره پر دوی د خیاطۍ حرفې د کار وسایل هم ووېشل شول. 
د دې مرستې د وېش پرمهال د پکتیکا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس مولوي اسلام حسین الهام په خپلو خبرو کې وویل: د کار او ټولنیزو چارو وزارت تل په دې هڅه کې دې، چې د اړمنو او له خطر سره مخ هېوادوالو لاسنیوی او مرسته وکړي، دوی ته د کار بازار د اړتیاوو مطابق د فني او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړي، ترڅو تر فراغت وروسته یې ټولنې ته د وخت د غوښتنو سره سم ماهر کارګر روزلي وي.
مولوي اسلام حسین الهام همدارنګه له نورو ملي او نړیوالو مؤسساتو وغوښتل، چې بېکاره او اړمنو هېوادوالو ته د زده کړو د زمینې برابرولو او دوی ته پر وخت د مرستو رسولو په برخه کې د دې وزارت سره په همغږۍ خپلې پروژې تطبیق کړي.

آخرین اطلاعیه هاآخرین اطلاعیه ها

شنبه ۱۴۰۳/۷/۱۴ - ۹:۲
Background image

د کارموندنې خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري؛ چې کار اهل کار ته د سپارلو او د متخصص او باتجربه شخص د استخدام په منظور ؛ خپل د داخلي تفتیش ریاست اړوند، د [متفتشینو لومړۍ ګروپ آمریت] د آزادی . . .

جمعه ۱۴۰۳/۷/۶ - ۱۰:۵۵
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت خبرتیا!

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په پام کې لري، چې مسلکي کادرونو د روزلو او کارپنځونې په پار، د راډیولوژۍ او بیومیډیک انجنيرۍ د وسایلو د ترمیم په برخو کې په لاندې شرایطو برابرو هېوادوالو ته . . .

شنبه ۱۴۰۳/۶/۱۷ - ۱۵:۱۰
Background image

د کارموندنې خبرتیا!


د کار او ټولنیزو چارو وزارت کار اهل ته د سپارلو او مجربو افرادو د جذب او ګمارنې په منظور غواړي خپل اړوند لاندې نهه تش بستونه د آزاد رقابت له لارې اعلان ته وسپاري:
۱- پنځمه رتبه بست د . . .

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۱۶:۲۳
Background image

د کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د انفرادي پوهاوي د پروګرامونو لړۍ روانه ده

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د پلان او پالیسۍ ریاست له لوري د دې وزارت د کار چارو معینیت اړوند د بېلابېلو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه، د کارکوونکو د انفرادي پلان‌جوړونې. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۰ - ۸:۴۸
Background image

لوگر کې ۱۲۶ تنه له فني او حرفوي زده کړو فارغ شول

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي، لوگر ولایت ته په خپل رسمي سفر کې، د دې وزارت اړوند د فني او حرفوي زده کړو د مرکز څخه د ځوانانو په فراغت غونډه. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

د بشري ځواک په لوی ریاست کې په عصري او برېښنایي بڼه د آرشیف پرانېستل


د کار او ټولنیزو چارو وزارت د بشري ځواک په لوی ریاست کې هېوادوالو ته د آسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه پخوانی آرشیف، په برېښنایي او ډیجیټل بڼه تنظیم او پرانېستل شو.
 د پرانېست غونډې. . .

بیرته خبرونو ته