د بېسرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره کړه
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ماشوم ساتنې ریاست په مشرۍ؛ د امارتي ادارو او همکارو موسساتو د دایمي استازو په گډون، د بېسرپرسته او له زیان سره د مخ ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او د مؤثرو حللارو د موندلو په موخه د ماشوم ساتنې کمېټې نوبتي ناسته ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د ماشوم ساتنې رئیس مولوي نجیبالله وقاد په خپلو خبرو کې د اسلام مبارک دین له نظره د انسان د خلقت سربېره د اړمنو، شاقهکارو، د سرک پرمخ کاریګرو، ردمرزي، یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو څخه ملاتړ، هغوی ته د غوره ژوندانه آسانتیاوو د برابرولو او ستونزو ته یې د رسېدو په موخه هر اړخيزه خبرې وکړې.
همداراز مولوي وقاد د خپلو خبرو په دوام له امارتي ادارو، همکارو ملي او نړیوالو موسساتو څخه وغوښتل، ترڅو د ا.ا.ا د پالیسیو او اصولو په نظر کې نیولو او د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره په همغږۍ، له زیان سره د مخ ماشومانو د ملاتړ په موخه خپلې هڅې پراخې کړي، ترڅو په دې برخه کې ورسپارل شوی مسئولیت په اغیزناک، منظم او مطلوب ډول ترسره شي.
په پای کې د همکارو امارتي ادارو او موسساتو دایمي استازو د خپلو نظرونو او وړاندیزونو د شریکولو ترڅنګ، د یتیمو او بېسرپرسته ماشومانو د ستونزو د حل او هغوی ته د اغېزمنو خدماتو د وړاندې کولو په برخه کې د ماشوم ساتنې ریاست له مسئولینو سره د لا زیاتو همکاریو ډاډ څرګند کړ.
