ننګرهار کې ۵۴ اړمنو او بې وزله کورنیو ته مواشي ووېشل شول

د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په هڅو؛ د یاد ولایت په سپینغر ولسوالۍ کې ۵۴ اړمنو او بېوزله کورنیو ته د محلي مسؤلینو او قومي مشرانو په شتون کې مواشي ووېشل شول.
د یادې مرستې د وېش پر مهال د ننګرهار ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې له «واک» همکارې مؤسسې څخه د مننې سربېره وویل : د افغانستان اسلامي امارت په ځانګړي ډول د کار او ټولنیزو چارو وزارت هوډمن دی، چې د بېوزلو، اړمن او شاقه کارو ماشومانو د کورنیو لاسنیوی وکړي او د ژوندانه اسانتیاوې ورته برابرې کړي.
همداراز یې په خپلو خبرو کې له نورو همکارو مؤسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه ترڅو په هېواد کې د اړمنو، بېوزله او بېسرپرسته کورنیو ستونزو ته رسېدنه وشي.