د کار چارو معین د بلخ له والي سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار چارو معین الحاج مولوي محمدزاهد، بلخ ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دې ولایت له والي الحاج محمد یوسف وفا سره وکتل.
کتنه کې دواړو لوریو بلخ ولایت کې له اعتیاد څخه رغېدلو اشخاصو ته د فني او حرفوي زدهکړو د زمینې د برابرولو، د یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ، کورنیو او بهرنیو وګړو ته د کار جوازونو د وېش او د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نړیوال هوايي ډګر کې د کار جوازونو د وېش د دفتر پرانېستلو په اړه خبرې وکړې.
کتنه کې د یادو مواردو په اړه ژمنه وشوه، چې په ګډه به ورته د حللارې پیدا کوي او هڅه به کېږي، تر څو په اړوندو برخو کې لازم او اړین سهولتونه برابر شي.