کابل کې له فني او حرفوي زدهکړو څخه ۱۲۶ تنه ځوانان فارغ شول
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مهارتونو د پراختیا لوی ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د کابل ښار د فني او حرفوي زدهکړو له مرکز څخه ۱۲۶ تنه ځوانان په ودانیزو برېښنا، نلدوانۍ، فلزکارۍ او خیاطۍ برخو کې تر شپږ میاشتنیو نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ او د فراغت تصدیقپاڼې یې ترلاسه کړې.
په همدې مناسبت جوړې شوې فراغت غونډې ته د مهارتونو د پراختیا لوی رئیس، مولوي رحیمالله صراح، فارغ شویو ځوانانو ته د مبارکۍ سربېره؛ د فني او حرفوي زدهکړو د ارزښت په اړه خبرې وکړې او څرګنده یې کړه، چې فني او حرفوي زدهکړې د ځوانانو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د کارموندنې فرصتونو په رامنځته کولو او د اقتصادي خپلواکۍ په تأمین کې مهم رول لري. نوموړي له فارغ شویو ځوانانو وغوښتل، چې خپلې زدهکړې او ترلاسه شوې مهارتونه په عملي ډګر کې وکاروي، څو له یوې خوا د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقې د ګټلو زمینه برابره کړي او له بلې خوا د هېواد د ځانبسیاینې، د بېکارۍ د کچې راټیټولو او اقتصادي پرمختګ په برخه کې اغېزمنه ونډه واخلي.
مولوي صراح د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت هڅه کوي، ترڅو هېوادوالو، په ځانګړي ډول د فني او حرفوي زدهکړو فارغ شویو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي، ترڅو په هېواد کې د بېکارۍ کچه راټیټه او د کارموندنې فرصتونه پراخ شي.
د یادونې وړ ده، چې په دغو مراسمو کې د فني او حرفوي زدهکړو د مرکزونو د تنظیم رئیس مولوي عبدالواحد فایز، د کابل ښار د فني او حرفوي زدهکړو مرکز مسئولینو او استادانو هم حضور درلود.
