د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست، عربستان کې د افغانستان سفیر سره د ویدیو کنفرانس له لارې خبرې و کړې.

publish
Tue, Sep 29 2020 11:12 AM
6

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست بشیر احمد ته ینج، عربستان کې د افغانستان لوی سفیر او د ولسمشر ځانګړي استازي احمد جاوید مجددي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې و کړې او یاد هیواد سره یې د کارګرانو د لیږد پروسې هوکړه لیک په اړه هر اړخیز بحث و کړ.

عربستان کې د افغانستان سفیر ښاغلي مجددي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د سرپرست په صفت د ښاغلي بشیر احمد ته ینج د ټاکلو په پار د مبارکۍ تر څنګ د افغانستان او عربستان پر ستراتیژیکو اړیکو خبرې و کړې و یې ویل: ۹۰ کاله کیږي، چې عربستان سره اړیکې لرو، اما بدبختانه مخکنیو مسؤلینو له فرصتونو څخه لکه څنګه چې لازم وه، هغسې ګټه نه ده پورته کړې او پر بنسټیزو اړیکو یې کار نه دی کړی.

ښاغلي مجددي زیاته کړه، چې ریاض کې د ده په شمول د سفارت برحاله کاري ټیم د بنسټیزو اړیکو جوړولو لپاره ژمن دی؛ نوموړي بهر ته د کارګرانو د لیږد پروسې د هوکړه لیک اړوند وویل، چې بدبختانه عربستان کې هم د کوید نولس( کرونا) له امله کارونه ټکني شوي دي؛ هغه زیاته کړه، چې د یادې ستونزې سره سره بیا هم ریاض کې د افغانستان سفارت، بهر ته د کارګرانو د لیږد پروسې د هوکړه لیک په شمول ۳۸ نورو مختلفو هوکړه لیکونو باندې کار کوي، چې له دې ډلې ۱۷ یې د اقتصاد او سوداګرۍ اړوند دي.

نوموړي وویل، چې په نږدې ورځو کې د سعودي عربستان هیواد د کار برخې چارواکو سره ناسته لري او د یاد هوکړه لیک اړوند به ورسره هر اړخیزې خبرې و کړي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست بشیر احمد ته ینج، ریاض کې د افغانستان سفیر له هر اړخیزو معلوماتو او کړنو مننه و کړه، و یې ویل: موږ له یو ادرس څخه د کارونو د انسجام او مدیریت لپاره ژمن یو اوهڅه کوو، چې سعودي عربستان کې د سفارت په همغږۍ او د وزارت په تخنیکي همکارۍ دغه ملي پروسه څومره چې ژر کیږي پيل کړو؛ په کور دننه د بې کارۍ کچې را ټیټولو په موخه بهر ته د افغان کارګرو د لیږد شاهد و اوسو.

ښاغلي بشیر احمد ته ینج زیاته کړه، چې دیارلس نورو هیوادونو سره هم د کارګرانو د لیږد پروسې هوکړه لیکونو باندې کار روان دی او د عملي کار پيل ته هم تیار او ژمن یو، نوموړي همدارنګه د دواړو لوریو پر همغږۍ ټینګار و کړ او د سفارت له مسؤلینو یې و غوښتل څو دغه ملي پروسه جدي تعقیب کړي.

دې ویډیو کنفرانس کې دواړو لوریو بهر ته د کارګرانو د لیږد پروسې د بریالیتوب برخه کې د سفارت په شمول په کور دننه د سکتوري وزارتونو همکاري مهمه و بلله او پر لا ښې همغږۍ یې ټینګار و کړ.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS