پروان ولايت کې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښوونيز کمپليکس د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

publish
Wed, Jul 08 2020 9:54 AM
3

په همدې موخه د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني په مشرۍ يو لوړ رتبه هيئت پروان ولايت ته سفر و کړ او د ياد ولايت چارواکو سره تر ليدنې وروسته يې د نوموړي ولايت د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د ښوونيز کمپلېکس د بنسټ ډبره کېښوده.

په دې مراسمو کې د ټولنيزو چارو مرستيال غلام حيدر جيلاني د شيخ محمد بن راشد آل مکتوم خيريه بنسټ مسؤلينو څخه د مننې ترڅنګ وويل: له بده مرغه لا هم په هيواد کې ۲۳ ډوله په خطر کې ماشومان لرو، چې يو له هغه هم بې سرپرسته ( يتيمان) ماشومان دي، نوموړي زياته کړه: د کار او ټولنيزو چارو وزارت د يادو ماشومانو ستونزو ته د رسېدو او روزنې برخې کې ژمن دی او تل هڅه کوي، چې د وزارت بودجې او پلان سره سم د ملي او نړيوالو مؤسسو په همکارۍ يادو ماشومانو ته د ساتنې او روزنې برخو کې خدمتونه وړاندې کړي، چې له ښه مرغه دا دی نن د شيخ محمد بن راشد آل مکتوم خيريه بنسټ په مالي مرسته د ښوونيز کمپلېکس د بنسټ ډبرې ايښودو شاهد يو.

ښاغلي جيلاني د بې سرپرسته ماشومانو ښه روزنه او ساتنه د ټولو هېوادوالو ملي رسالت او وجداني مسؤليت ياد کړ، نوموړي په هيوادوالو غږ و کړ؛ څو د ورته بنسټونو د جوړولو چارو څخه څارنه و کړي.

غونډه کې د افغانستان لپاره د شيخ محمد بن راشد آل مکتوم خيريه بنسټ مشر استاد بشير واصل هم خبرې و کړې، نوموړي وويل، چې دغه کمپلېکس به د شپږ سوه او پنځوس زره امريکايي ډالرو په ارزښت په پاخه او اساسي ډول جوړ شي.

استاد واصل زياته کړه، چې ياد کمپلېکس کې به د څلور سوه ماشومانو لپاره ښوونيز تعمير، دوه سوه ماشومانو لپاره د ليلې تعمير، مسجد، څاه، د اوبو ذخيره، ديوال او نور اړين ضروريات بشپړ او تر بشپړېدو وروسته به يې د پروان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست واک کې ور کړي.

د پروان والي فضل الدين عيار د کابل څخه ورغلي هیئت ته د ښه راغلاست، د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ او شيخ محمد بن راشد آل مکتوم خيريه بنسټ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه، د خوښۍ ځای دی، چې د پروان ولايت د شته روزنتون تر څنګ د بې سرپرسته ماشومانو لپاره د بل تعليمي کمپلېکس د جوړېدو سهميه هم ور کړل شوې ده، نوموړي ژمنه و کړه، چې د پروان ولایت ولس او سیمه ایزه اداره به د یاد کمپلېکس او بې سرپرسته ماشومانو په ښه روزنه او ساتنه کې زیاته هڅه و کړي.

غونډه کې د پروان ولايت ولايتي شورا او علماوو شورا مشرانو او مدني ټولنې استازي هم خبرې و کړې او د ياد کمپلېکس د جوړيدو او بې سرپرسته ماشومانو برخه کې يې د کار او ټولنيزو چارو وزارت له پاملرنې مننه و کړه.

د ویلو دی، چې اوس مهال هیواد کې ۶۷ دولتي او خصوصي روزنتونونه فعالیت لري، چې شا او خوا لس زره بې سرپرسته ماشومان په کې ساتل او روزل کیږي

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS