مصؤنه ( خوندي) راتلونکې خیریه مؤسسې سره هوکړه لیک لاسلیک شو.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت او مصؤنه راتلونکې خیریه مؤسسې تر منځ د روزنتونونو او بې بضاعته کورنیو سره د مرستې په موخه هوکړه لیک لاسلیک شو.
د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني، د مصؤنه راتلونکې مؤسسې سره د هوکړه لیک لاسلیک کیدو موخه د یتیمو او بې بضاعته کورنیو سره د مالي، خوراکي، پوشاک، ښوونې او روزنې په برخه کې مرسته یاده کړه او په دې برخه کې یې د یادې مؤسسې له همکارۍ مننه او د لا زیاتو همکاریو غوښتنه و کړه.
د مصؤنه راتلونکې مؤسسې استازي بهروز حمید د خپلو خبرو په ترڅ کې د دې هوکړه لیک لاسلیکول د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو سره د همکارۍ برخه کې یو ګټور ګام یاد کړ او ژمنه یې و کړه، چې په راتلونکي کې به هم خپلې مرستې جاري و ساتي.
د ویلو دی، چې مصؤنه راتلونکې خیریه مؤسسه یو غیر انتفاعي نهاد دی، چې په ټولنیزو، فرهنګي، ښوونیزو برخو کې یتیمو او بې بضاعته کورنیو سره د همکارۍ په برخه کې فعالیت کوي.