د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی به د نړیوالو او ملي بنسټونو سره په مشوره جوړه شي.

sofia_karimi
Tue, Jan 28 2020 2:08 PM
پالیسی اطفال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د ټولنیزو چارو مرستیال؛ ښاغلی غلام حیدر جیلاني ددې لیدلورې په وړاندی کولو سره وویل: د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی به یوه هراړخیزه او ملي پالیسي وي چې د یونیسف په تخنیکي همکاری، آی بی سی آر (IBCR)انیسټیټیوت سره د یو قرارداد په ترڅ کې، له ټولو ملي او نړیوالو بنسټونو، اړونده بنسټونو او هغه کارکوونکي چې د کوچنیانو ساتنې په برخه کې کار او فعالیت کوي له ټولو سره په سلامشورې ترتیب شي.

ښاغلی جیلانی زیاته کړه: د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی د کوچنیانو د ملاتړ قانون په رڼا کې جوړیږي او په یاده پالیسی کې به د زیانمنونکو کوچنیانو ټولو اړخونو او د هغوی حقوقو ته پاملرنه وشي.

هغه زیاته کړه چې د ننی غونډې دایرولو موخه د د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی پروژې او د همدې پالیسی ترتیب په باره کې له اړوندو مسوولینو سره د نچوړ معلوماتو او د هغو کارونو شریک کول دی چې تراوسه سرته رسیدلی دی او په دې باره کې د هغوی نظرونو راټولول دي.

مرستیال وزیر د یونیسف سازمان له تلپاتې همکاریو او مرستو څخه مننې ترڅنګ؛ له ټولو ګډونوالو وغوښتل چې د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی په جوړولو کې خپلې باارزښته لیدلوري له مسوولانو سره شریک کړي او د کوچنیانو حقوقو په ډګر کې خپل ملي او اسلامي مسوولیت ادا کړي.

د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی د ترتیب  په پرانیست غونډه کې ډیرو ملي او نړیوالو اداراتو او نور اړوندو ادارو استازو ګډون درلود چې د خپلو نظرونو په څرګندولو سره زیاته کړه چې د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی جوړول د کار او ټولنیزو چارو وزارت لخواه یو نیک ګام دی او د یادې پالیسی په بډاینه  کې یې د نورې همکاری ژمنه وکړه.

یادولو وړ ده چې روانی میاشتې په لمړیو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاناډا هیواد له آی بی سی آر (IBCR)انسټیټیوټ سره د (۳۵۴۵۲۱) د درې سوه څلور پنځوس زره او پنځه سوه یوویشت امریکایي ډالرو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړ چې پر بنسټ به یې د هیواد لپاره د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی جوړه شي؛ د کوچنیانو ساتنې موجوده قضیو مدیریتي وسایلو سیستم ته بیاکتنه او پیاوړي شي او همداراز د یاد تړون له مخي  د د کوچنیانو ساتنې شبکې ریاست کارکوونکو  په ظرفیت لوړونه کې، مدیریتي سیستم په ځواکمنتیا، د کوچنیانو ساتني څیړنیز لارښود په تأسیس او کوچنیانو ساتني معلوماتي بانک د سیستم په تقویې کې هم کار وکړي.

یاده ناسته د درو ورځو په مخه وه چې د کوچنیانو ساتنې ملي پالیسی ترتیب لپاره ګډونوالو د ګروپي ناستو په دایرولو سره په عملي ډول یو بل سره کاري ناستې ترسره کړې.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS