سید عبدالکریم هاشمي د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال په صفت دنده پيل کړه.

sofia_karimi
Mon, Mar 18 2019 1:14 PM
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کاري چارو مرستیال

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ سید عبدالکریم هاشمي، د کاري چارو د نوي مرستیال په توګه د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي له خوا د دې وزارت کارکوونکو ته ور و پيژندل شو.

په همدې موخه جوړه شوې غونډه کې د کار او ټولنیزو چارو وزیر فیض الله ذکي د خپلو خبرو په ترڅ کې د کاري فرصتونو برابرولو، ذیدخله ادارو سره د همغږۍ او په ټوله کې د یو پالیسي جوړونکې معینیت په توګه د دې معینیت کارونو مهم و بلل او د دې معینیت د معین په صفت د ښاغلي هاشمي ګمارنه یې یو نیک اقدام یاد کړ؛ ښاغلي ذکي همدارنګه وویل، چې ښاغلی هاشمي وړاندې تر دې هم په مختلفو کاري برخو کې دندې تر سره کړي، نو په همدې اساس د وزارت د رهبري هیئت په وړاندیز او د جمهوري ریاست د عالي مقام په منظورۍ، د یاد معینیت مسؤلیت نوموړي ته و سپارل شو.

فیض الله ذکی د کاري چارو مرستیال ته د مبارکۍ تر څنګ سپارښتنه و کړه، څو د یاد معینیت او په ټوله کې د وزارت له کارکوونکو سره په پوره همغږۍ او همکارۍ کارونه ترسره کړي. 

د کاري چارو مرستیال سیدعبدالکریم هاشمي د خپلو خبرو په ترڅ کې د وزارت له رهبري هیئت څخه پر ده د اعتماد او د  یاد معینیت د دروند مسؤلیت ور سپارلو په اړه مننه و کړه، ژمنه یې و کړه، چې په پوره صداقت او ایماندارۍ به د خپل کاري ټيم سره د دې وزارت د کار معینیت په برخه کې خپل دنده ترسره کوي.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS