د بېکارۍ کچې د راټیټولو او کاري فرصتونو د برابرولو په موخه د تجارت او پانګونې د طرحې د تحلیل او ترتیب لپاره د ګډې کمېټې ناسته ترسره شوه

media_admin
Thu, Apr 23 2026 11:30 AM
طرح تجارت و سرمایه‌ګزاری

د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مشرۍ، د معدن او پټرولیم، صنعت او سوداګرۍ، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، لوړو زده‌کړو او اقتصاد وزارتونو، کابل ښاروالۍ، د تخنیکي او مسلکي زده‌کړو ادارې، د سوداګرۍ او پانګونې، د صنعت او کانونو، د زراعت او مالدارۍ خونو، د کارموندنې خصوصي شرکتونو، صنفي اتحادیو او کارګرانو اتحادې او بنسټونو په همغږۍ، په هېواد کې د بېکارۍ د کچې په راټیټولو او د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه د تجارت او پانګې‌اچونې ګډې طرحې د جوړولو لپاره ناسته وشوه.

په پیل کې د یادو امارتي ادارو او خصوصي سکتور استازو د تجارت او پانګونې په ډګر کې د خپلو شته فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او د ملي اقتصاد پیاوړتیا، د پانګونې جذب، د سکتوري ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالی، د خصوصي سکتور پیاوړتیا، له ګاونډیو هېوادونو څخه د راستنېدونکو هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د برابرولو او په ټوله کې په هېواد کې د بېکارۍ د کچې راټیټولو پر څرنګوالي خبرې وشوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د کار معینیت مشاور محمدکریم حنفي په مشرۍ جوړه شوې غونډه کې پرېکړه وشوه، چې اړوندې ادارې به د ګډو کاري پلانونو له لارې عملي ګامونه واخلي او د دوامدارو همکاریو په رڼا کې به د پانګونې او سوداګرۍ سکتور د پیاوړتیا لپاره د یوې هر اړخیزې او خوځندې طرحې د ترتیب او تطبیق لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي، ترڅو هېوادوالو ته په بېلابېلو برخو کې د کاري فرصتونو زمینه برابره شي.

د یادونې وړ ده؛ چې په یاده ناسته کې د پورته ذکر شویو امارتي ادارو د استازو سربېره؛ د قواعدو او کار چارو سمون رئیس مولوي احمدحسین مدني،  د معلوماتي ټکنالوجۍ رئیس آغامحمد حیدري هم حضور درلود.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS