کونړ کې ۸۲۳ تنه زیان سره د مخ میرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو د څه باندې۹.۴ میلیونه افغانیو په ارزښت نقدي پیسو، خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته ترلاسه کړه

media_admin
Mon, Mar 09 2026 11:07 AM
کنړ

د کونړ ولايت د کار او ټولنيزو چارو ریاست په هڅو او همغږۍ؛ د یاد ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې ۸۲۳ تنه له زیان سره د مخ مېرمنو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د ۹۴۲۳۷۴۶ افغانیو په ارزښت؛ نقدي پیسو،  خوراکي او غیر خوراکي توکو(وړه، وریجې، غوړي، لوبیا، مکروني، بوره، چای، کجورې، خیمه او کمپلو مرسته ووېشل شوه.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د کونړ ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست استازي په خپلو خبرو کې د وامي او د افغانستان د مېرمنو یووالي او پرمختیايي موسسو څخه د مننې سربېره له نورو ملي او همکارو نړیوالو موسساتو او خیریه بنسټونو څخه هم د ورته مرستو او همکاریو غوښتنه وکړه، ترڅو له زیان سره د مخ میرمنو، اړمنو، بېوزلو، یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو لاس‌نیوی وکړي او هغوی ته تر یوه بریده د ژوندانه سهولتونه برابر کړي.

د یادونې وړ ده، چې د وامي خیریه موسسې لخوا ۴۶۰ تنو ته، في‌نفر ته ۹۸۰۰ افغانیو په ارزښت خوراکي او غیرخوراکي توکي او د افغانستان د مېرمنو یووالي او پرمختیايي موسسې لخوا ۳۶۲ تنو  ته، في‌نفر ته ۱۳۵۴۲ افغانیو په ارزښت د نقدي پیسو مرسته ووېشل شوه.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS