د کار چارو معین د خوست له والي سره وکتل

media_admin
Mon, Feb 09 2026 9:51 AM
خوست ولایت مقام

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولايت ته په خپل کاري سفر کې، د دې ولایت له والي مولوي عبدالله مختار سره وکتل.

کتنه کې دواړو لورو خلکو ته د خدماتو د وړاندې کولو او ستونزو ته يې د رسېدنې، د بېکارۍ کچې کمښت، د فني او حرفوي زده‌کړو د برنامو د پراختیا، له یتیمو او بې سرپرستو ماشومانو څخه د ملاتړ او ځینو نورو مواردو په اړه بحثونه او خبرې وکړې.

مولوي عبدلله مختار مختلفو برخو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت فعالیتونه او لاستهراوړنې وستايلې او په خوست ولايت کې يې د ځينو ټولګټو پروژو د تطبیق او هم اړوندو برخو کې د پرمختګونو په اړه معلومات شریک او له اړوند وزارتونو یې وغوښتل چې د خوست ولایت د پرمختګ او ستونزو د حل په موخه پاملرنه زیاته کړي.

د کار چارو معین هم له محلي ادارې سره د خوستمېشتو ولسونو له ښې همغږۍ او نږدې همکارۍ څخه په ستاینې سره ډاډ ورکړ، چې د کار او ټولنیزو چارو وزارت به امکاناتو ته په کتو اړوندو برخو کې خپل خدمات پراخ کړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS