پکتیا کې امارتي ادارو کاروکوونکو ته د ظرفیت لوړونې روزنیزې برنامې پیل شـــــــوې

media_admin
Mon, Sep 15 2025 10:02 AM
پکتیا

د کار انسټیټیوټ له لوري او د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست په همکارۍ او همغږۍ؛ د یاد ولایت اړوند امارتي ادارو کارکوونکو ته د ظرفیت‌لوړونې په موخه ؛ د کارکوونکو چارو مدیریت او پلان جوړونې ترنامه لاندې شپږ ورځینۍ روزنیزې برنامي پیل شوې.
په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته د پکتیا ولایت د کار او ټولنیزو چارو رئیس قاري محمد رحیم نصرت په خپلو خبرو کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت څخه راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست سربېره وویل: د پکتیا ولایت اړوند امارتي ادارو کارکوونکو ته په یادو برخو کې د ظرفیت‌لوړنې روزنیزو برنامو په لار اچول ګټور او مؤثر ګام دی، ترڅو د امارتي ادارو کارکوونکو ته په کاري چاپیریال کې شته ستونزې حل او په خپل وخت سره چارو ته رسېدنه وشي.
همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې له ګډونوالو وغوښتل؛ چې په دې روزنیزو برنامو کې له ترلاسه شویو زده‌کړو، مهارتونو او تجربو څخه په خپلو ورځنیو فعالیتونو کې استفاده وکړي؛ ترڅو هېوادوالو ته غوره او ګټور خدمات وړاندې شي.

Latest news

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

Wed, Oct 22 2025 11:18 AM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with Representatives of Industrialists

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with representatives of industrialists from the private sector, as well as other members. . .

Sun, Oct 12 2025 3:09 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Met with the Senior Deputy Minister of Interior Affairs

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with the Senior Deputy Minister for Security Affairs at MoIA, General Mawlavi Sadr Ibrahim.

At the. . .

BACK TO NEWS