کابل کې د فني او حرفوي زده‌کړو لپاره له ۳۵۰ تنو ځوانانو ازموینه واخستل شوه

media_admin
Tue, Apr 29 2025 12:55 PM
کابل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند؛ د فني او حرفوي زده‌کړو په مرکز کې د نویو زده‌کوونکو د جذب په موخه له ۳۵۰ تنه ځوانانو څخه د ساختماني برېښنا، فلزکارۍ، د کمپیوټر زده‌کړې او خياطۍ په حرفو کې په ډله‌ایزه توګه آزموینه واخستل شوه، چې له یادو ځوانانو څخه به ۱۲۰ تنه جذب شي؛ ترڅو په نظري او عملي ډول فني او حرفوي زده‌کړې ترلاسه کړي.

 په همدې مناسبت جوړه شوې غونډې ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د فني او حرفوي زده‌کړو د مراکزو د تنظيم ریاست استازي په خپلو خبرو کې وویل: په آزموینه کې بریالي ځوانان به تر شپږو میاشتنیو  نظري او عملي زده‌کړو ترلاسه کولو وروسته؛ د ماهرو کاریګرو په توګه د کار بازارته واړندې شي.

همداراز نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه؛ د کار او ټولنیز چارو وزارت هڅه داده تر څو په ټولنه کې بیکاره، بې‌وزله او له زده‌کړو څخه پاتې ځوانانو لپاره د فني او حرفوي زده‌کړو زمینه برابره کړي؛ چې په پایله کې به د بیکارۍ کچه راټیټه او ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د کار زمینه برابره شي تر څو هغوی وکولی شي، خپل هیواد او ټولنې ته د خدمت ترڅنګ؛ خپلو کورنیو ته هم حلاله نفقه پیداکړي.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS