د ټولنیزو چارو معین له روزنتون څخه لیدنه وکړه

media_admin
Tue, Apr 22 2025 9:00 AM
روزنتون

د کار او ټولنیزو چارو وزارت؛ د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده د یاد وزارت اړوند د تهیه‌ی مسکن د ذکورو له روزنتون څخه د چارو د بهبود په منظور لیدنه وکړه.

د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده د روزنتون له مسئولینو او ماشومانو سره په یوې ناسته کېوویل: یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته روزنه، د اوسېدولو لپاره سرپنا، تعلیم او تربیه د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لومړيتوبونو څخه دي، یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو څخه د کفالت او دوی ته د ژوندانه د سهولتونو د اېجاد په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت په ټول هېواد کې خپل اړونده روزنتونونه فعال کړي دي او په ټول توان سره هڅه کوي چې هغوی ته نورې اسانتیاوي هم برابرې کړي.

 مولوي امین‌زاده؛ یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته په خطاب کې وویل:  تاسې د تنهایۍ او محرومۍ احساس مه کوئ، ځکه د افغانستان اسلامي امارت هر مسؤل په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت به په هر ډول حالاتو کې ستاسو ستونزو ته رسېدنه، لاسنیوی او ملاتړ بهکوي.

د ټولنیزو چارو معین مولوي عبیدالله امین‌زاده د روزنتون مسئولینو ته د خدماتو او چارو د غوره‌والي په خاطر لازمې سپارښتنې هم وکړي.

Latest news

Sun, Dec 14 2025 9:25 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Visits Achin District in Nangarhar Province

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, paid an official visit to Achin District of Nangarhar Province. The deputy minister attended and delivered a. . .

Tue, Dec 09 2025 3:04 PM
Background image

In Kabul 140 Youths Graduated from Vocational and Training Center

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development related to the Ministry of Labor and Social Affairs,140 young people graduated from the. . .

Wed, Dec 03 2025 1:49 PM
Background image

Graduation Ceremony of 90 People from Technical and Vocational Training Center in Kabul

 

Through the efforts and coordination of the General Directorate of Skills Development of the Ministry of Labor and Social Affairs, 90 young people have graduated from the Technical. . .

BACK TO NEWS