د کار او ټولنیزو چارو وزارت، تېر کال د کارموندنې لسګونو خصوصي شرکتونو پلټنه کړې
د بشري ځواک لوی ریاست اړوند د کارموندنې خصوصي شرکتونو د انسجام څانګه توانیدلی ده؛ چې په تېر ۱۴۰۳ کال کې د کارموندنې درېوېشت شرکتونه وپلټي.
د بشري ځواک لوی ریاست د یوولسو فعالو خصوصي شرکتونو پلټنه کړې، ۵ نویو شرکتونو ته یې د فعالیت جوازونه وېشلي او د اوو شرکتونو جوازونه یې لغوه کړي دي.
د ارقامو له مخې یوازې تېر کال د کارموندنې شرکتونو ته ۷۳۲۱ تنو هېوادوالو د کارموندنې په موخه مراجعه کړې، د کارموندنې خصوصي شرکتونو بیا له چاڼ وروسته ۵۲۶۴ تنه مؤسساتو او خصوصي سکتور ته معرفي کړي؛ چې له هغې ډلې له نیکمرغه ۳۴۸۵ تنو هېوادوالو ته د کار زمېنه برابره شوې ده.
