د اختر په مناسبت ۵۲۰ تنو یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو ته کالي ووېشل شول

media_admin
Mon, Mar 24 2025 9:49 AM
یتیم ماشومان

د لغمان، کاپیسا؛ پروان او سرپل ولایتونو د کار او ټولنیز چارو ریاستونو په هڅو او د سخي مسئولینو، سوداګرو او خیریه بنسټونو له لوري  د یاد ولایتونو په امارتي او خصوصي روزنتونونو کې میشتو  یتیمو او بې‌سرپرسته ماشومانو ته د راتلونکي نیکمرغه کوچني اختر په مناسبت کالي توزیع او د هغوی لپاره ځانګړي روژه‌ماتي ترتیب شول.
۲۰۰ تنو ته په لغمان، ۱۵۵ تنو  ته په کاپیسا، ۱۰۰ تنو ته په پروان او ۶۵ تنو ماشومانو ته په سرپل ولایتونو د اختر کالي ترلاسه کړل.

د دې مرستو د وېش پرمهال؛ د کار او ټولنیزو چارو رئیسانو له همکارو او خیریه بنسټونو او اشخاصو څخه د مننې سربېره له نورو خیریه بنسټونو او همکارو مؤسساتو څخه هم دې ته ورته مرستو او همکاریو ِغوښتنه وکړه.

د یادونې وړ ده، چې په سرپل ولایت کې د یو سوداګر او په پروان ولایت کې د امنیې قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمان له لوري د امارتي او خصوصي روزنتونونو ماشومانو ته ځانګړي روژه‌ماتي هم ترتیب شوي وو.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS