د داخلي تفتیش رئیس په مشرۍ پلاوي؛ غزني او زابل ولایتي ریاستونو چارې وارزولې

media_admin
Wed, Jan 15 2025 2:44 PM
غزني او زابل ولایتونه

 

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف په مشرۍ پلاوي،  له میدان‌وردګو ولایت وروسته، د غزني او زابل د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاستونو د چارو ارزونه وکړه.
د داخلي تفتیش رئیس ملا شرف‌الدین شرف او ورسره مل پلاوي په پیل کې، د د غزني او زابل د کار او ټولنیزو چارو ریاستونو له ورځنیو کاري فعالیتونو او خدماتو، فني او حرفوي زده‌کړو د مرکزونو او روزنتونونو څخه لیدنه وکړه او هلته یې د میشتو یتیمو او بې‌سرپرستو ماشومانو جاج واخیست؛ د فني او حرفوي زده‌کړو بهیر یې له نږدې ولید او د غوره خدماتو د وړاندې کولو په موخه یې ولایتي کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.
هېره دې نه وي، چې د دې سفر په ترڅ کې د داخلي تفتیش د رئیس ملا شرف‌الدین شرف  د زابل ولايت والي الحاج مولوي حزب‌الله افغان  سره د کار او ټولنیزو چارو ولایتي ریاست په ستونزو، ننګونو او ولس ته د خداماتو په وړاندې کولو، د یتېمو او بې‌سرپرسته ماشومانو په غوره کفالت او د فني او حرفوي زده‌کړو په بهیر خبرې اترې وکړي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS