خوست ولایت کې شپږ ورځنی د ظرفیت لوړونې پروګرام پیل شو؛

naweed_admin
Thu, Nov 14 2024 12:48 PM
n

د کار او ټولنیزو چارو وزارت معین الحاج مولوي محمد زاهد احمدزي خوست ولایت ته پخپل کاري سفر کې، د دې ولایت د مختلفو ریاستونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې شپږ ورځنی پروګرام پرانېست.
د یاد پروګرام په په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د انسټیټوټ رئیس شریف‌الله شرافت خپله لنډه وینا کې د ظرفیت لوړونې په برخو کې د مختلفو برنامو په لار اچولو څخه یادونه ترسره او په راتلونکي کې د دې برنامو د پراختیا ډاډ ورکړ.
ورپسې د کار چارو معین خپلو خبرو کې وویل: د خوست ولایت په غوښتنه د ادارې او مدیریت، د مدیریت مفاهیمو او غونډو د مدیریت شپږ ورځنی پروګرام به، د دې ولایت د ریاستونو او ولسوالیو کارکوونکو ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت د انسټیټوټ د مجربو استادانو له لوري په نظري او عملي ډول تدریس شي. مولوي محمد زاهد احمدزي د پروګرام له ګډونوالو غوښتنه درلوده، چې د زده‌کړو له بهیر څخه دې لازمه استفاده ترسره او خپلو ورځنیو چارو کې دې ورڅخه ګټه واخلي، ترڅو له دې لارې خوست مېشتو ولسونو ته د خدماتو بهیر چټک او هم اجراآت په خپل وخت ترسره شي

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS