د کار چارو معین د ترکیې جمهوریت څخه راغلي سوداګریز پلاوي سره ولیدل

naweed_admin
Tue, Oct 22 2024 10:01 AM
a

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد، د خپل کار په دفتر کې د ترکیې له جمهوریت څخه د راغلي سوداګریز پلاوي له مشر شیخ محمد تورن او ملګرو سره یې وکتل. 
د کتنې په پیل کې ترکي پلاوي، افغانستان ته د خپل سفر په اړه معلومات شریک او زیاته کړه: مونږ غواړو، چې افغانستان کې د نفت او ګازو د استخراج، کالیو جوړولو، موبل او فرنیچر جوړولو، سړک‌جوړولو او ماشینرۍ په تورید او ترمیم کې پانګه‌اچونه وکړو او په همدې موخه د شته او بالقوه فرصتونو او ننګونو د جاج او ارزونې لپاره افغانستان ته راغلي یو.
ترکي پلاوي د کار چارو معین سره، په کاروبار او تولید کې د بهرنیو وګړو د استخدام، د مزد د ورکړې پر څرنګوالي او څنګه‌والي، مالیاتي او بیمې سیستم، د ماشینرۍ په واردولو، فعالیت او ترمیم او په ټوله کې د کارګر او کارفرما پر حقوقو او مکلفیتونو هم خبرې وکړي.
د کار چارو معین الحاج مولوي محمد زاهد، هم په خپل وار سره، هېواد ته د ترکیې جمهوریت د پلاوي راتګ ته د ښه‌راغلاست ترڅنګ زیاته کړه: د ترکیې او افغانستان هېوادونو اړیکې تاریخي مخینه لري او په مختلفو دورو کې یو د بل ترڅنګ پاتې شوې دي، چې اوس‌مهال هم ګڼ شمېر افغان کډوال هلته مېشت او مختلفو برخو کې یې پانګه‌اچونه کړې‌ده او هیله‌مند یو، هغه ستونزې، چې یو په ځینو حالاتو کې افغان کډوالو ته جوړیږي حل او حقوق یې خوندي شي.
د کار چارو معین زیاته کړه: د افغانستان اسلامي امارت په حاکمیت سره په ټول هېواد کې ډاډمن امنیت ټینګ او هر ډول سوداګرۍ او پانګه‌اچونې ته مناسب فرصت او زمینه برابره ده او د هېڅ کورني او بهرني سوداګر په وړاندې کومه ستونزه شتون نه‌لري او له دوی څخه قوي ملاتړ کېږي او که چېرې ترکي سوداګر افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګې‌اچونې په اړه لیواله وي، د نافذه قوانیو په رڼا کې به ورته امکانات برابر شي. په پای کې یې د اسلامي امارت د قوانینو رعایت اړین وګاڼه، او په ټول هېواد کې یې د روزل‌شویو او تر روزنې لاندې د ماهرو او نیمه‌ماهرو کاریګرو په اړه یې پلاوي ته معلومات او هغوی ته د هرراز همکارۍ ډاډ ورکړ

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS