تورخم، سپین بولدک او انګور اډه کې بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو بهیر روان دی

naweed_admin
Thu, Dec 07 2023 9:19 AM


د افغانستان اسلامي امارت له لوري بېرته راستنېدونکو کډوالو ته د خدماتو د تنظیم کميټې سره په هم‌غږۍ او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت په اساس، د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ، د ننګرهار ولایت تورخم ښارګوټي او د پکتیکا ولایت په انګور اډه کې د دې وزارت مېشتو تخنیکي ټیمونو پرون سه‌شنبه ۶۸۱تنه بېرته راستنېدونکي‌هېوادوال سیستم کې ثبت او په اړونده برخو کې یې هغوی ته لازم خدمات ترسره کړل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت د تخنیکي ټیمونو په وینا دوی وتوانېدل چې تېره ورځ په انګور اډه کې ۹۶تنه، سپین‌بولدک ولسوالۍ ۲۵۲تنه او تورخم ښارګوټي کې ۳۳۹تنه بېرته راستنېدونکي کډوال سیستم کې د مهارت، تحصیل او تجربو په موخه ثبت کړي. او سربیره پردې یې د ترانسپورت د تنظیم، روغتیايي مراکزو ته د لاسرسي، د زیانمنو اقشارو څخه ملاتړ او د عامه پوهاوي په برخو کې هم هغوی ته خدمات وړاندې کړي.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS