سپین بولدک کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم له لوري د بېرته راستنېدونکو کډوالو د ثبت سربېره له هغوی سره نقدي مرسته هم وکړه

naweed_admin
Fri, Nov 17 2023 11:27 PM


د افغانستان د اسلامي امارت له لورې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د تنظیم کمیټې تر چتر لاندې، او د کار او ټولنیزو چارو سرپرست وزیر الحاج ملا عبدالمنان عمري د هدایت سره سم، د کار او ټولنیزو چارو وزارت تخنیکي ټیم د نورو ادارو سره په هم‌غږۍ پرون چهارشنبه د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې ۶۱۷بېرته راستنې شوې کورنۍ سیستم کې ثبت او له هغوی سره نقدي مرسته وکړه.
یادې ۶۱۷کورنۍ چې چې ۳۳۵۹ تنه بېرته راستنېدونکي کیږي سیستم کې تر ثبت وروسته ، د افغانستان د اسلامي امارت له لوري  له ځانګړې شوې بودجې څخه  هرې کورنۍ ته؛  لس زره افغانۍ نقدي مرسته ترسره او هم د نورو مرستو لپاره هلته مېشتو نړیوالو مؤسساتو ته وپېژندل شوې، په همدې توګه د ۲۳تنه بې‌سرپرسته ماشومانو ملاتړ وشو او په پاکستان هیواد کې ۵۸تنه محبوس هېوادوالو د ملاتړ په موخه د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې ته معرفي شول.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS