د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال د خوړو نړۍوال سازمان له مسؤلینو سره ولیدل

naweed_admin
Wed, Sep 13 2023 1:02 PM
ق


د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوی دین‌محمد حقبین په خپل کاري دفتر کې د خوړو نړۍوال سازمان د فني او حرفوي زده‌کړو مسؤل حفیظ‌ الرحمان ناصري او له امارتي ادارو سره د اړیکو مسؤل حمیدالله افغان سره ولیدل.
په پیل کې د خوړو نړۍوال سازمان استازو په ټول هیواد کې د خپلو روانو پروژو او راتلونکو پروګرامونه په اړه معلومات شریک او زیاته یې کړه چې اوس‌مهال دا سازمان د هیواد په ۲۶ ولایتونو کې فعالیت لري او افغانانو ته د عاجلو مرستو سربیره له زیانمنو سره هم د خوړو توکو او نقدو پیسو مرستې کوي.
نوموړي وویل: د خوړو نړۍوال سازمان د ۲۰ میلیونه ډالرو په ارزښت یوه پروژه ترلاس لاندې لري چې د ۲۰۲۴ میلادي کال ترپایه پورې به په ټول افغانستان کې به ۲۰ زرو تنو ته د فن او حرفې په برخو کې روزنه ورکړي؛ چې د دې پروژې چارې به د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره د هوکړه لیک تر لاسلیک کېدو وروسته پیل شي.او د خوړو نړی‌وال سازمان ژمن دی چې د یادې پروژې په ډیزاین او تطبیق کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت سره پوره هم‌غږي او هم‌کاري ولري.
ورپسې  د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري مرسیتال مولوي دین‌محمد حقبین د خوړو نړۍوال سازمان له مرستو او فعالیتونو څخه مننه او هیله یې څرګنده کړې چې په راتلونکې کې یادې مرستې، پروژې او فعالیتونه په کمي او کیفي ډول پراخې شي. او زیاته یې کړه چې د خیریه مؤسسو بشري مرستو او فعالیتونو ته په هیواد کې تر بل هر وخت د فعالیت مناسبه زمینه برابره ده؛ امنیت ټینګ دی، د کچه فساد صفر ته را ټیټه شوې او د مؤسساتو سره د امارت هم‌غږي او همکاري زیاته ده.
مولوي حقبین وویل: چې له ټولو مؤسساتو او سازمانونو غواړو چې خپل ټول فعالیتونه د افغانستان اسلامي امارت د اصولو او قوانینو مطابق پرمخ یوسي او خپله ډیره پاملرنه د هیواد لرو پرتو سیمو او سرحدي ولایتونه ته وکړي. او هم یې  د هوکړه‌لیک د نهایي کیدو او لاسلیک لپاره په راتلونکې کې دا ډول ناستو په دوام ټینګار وکړ.

Latest news

Wed, May 06 2026 9:24 AM
Background image

The Labors’ rights are protected only under Islamic Sharia

The Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, on the occasion of International Labor Day, in his speech said that only the Islamic Sharia fully protects the. . .

Sat, May 02 2026 9:34 AM
Background image

A Coordination Meeting Held in Balkh Province with the Representatives of Private Sector

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with representatives of private sector in Balkh Province. At the beginning of the meeting, the head of. . .

Sat, Apr 25 2026 11:54 AM
Background image

Addressing the problem of unemployment is our top priority

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, during his official visit to Paktia province, attended and delivered a speech at the graduation ceremony of. . .

BACK TO NEWS