په کار پورې اړوند روغتیایي زیان د خسارې د جبران په مقررې د بحث لومړنۍ ناستې ترسره شوه

naweed_admin
Wed, May 24 2023 12:24 PM
Q

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مالي او اداري چارو مرستیال مولوي دین محمد حقبین په مشرۍ او د اړونده ادارو د استازو په ګډون په کار پورې اړوند روغتیایي زیان د خسارې د  جبران په مقررې د بحث لومړنۍ ناسته وشوه.
ناسته کې لومړۍ د یادې مقررې د تاریخچې په اړه لنډو معلوماتو کې څرګنده شوه چې وروستی ځل په کار پورې د اړوند روغتیايي زیان د خسارې د جبران مقرره په ۱۳۹۸ کال کې  په څلورو فصلونو او شلو مادو کې نافذه شوه او له هغې وروسته د تطبیق په موخه یې د کار او ټولنیزو چارو وزارت له لورې طرزالعمل هم چمتو شو خو په اړه یې عملي اقدام ونشو.
 په یاده ناسته کې؛ په کار پورې د اړوند روغتیايي او جسمي زیان د خسارې د جبران د اندازې تثبیت او ټاکل، د خسارې جبران په ورکړې پورې د اړوندو چارو تنظیم، د خسارې د جبران د فیصدۍ ټاکل، د زیانمن‌شوې کارکوونکي د کار دتوان ټاکل او د ایمني تخنیک د نقض‌کوونکو د مسؤلیت او د کار چاپېریال د روغتیا ساتنې د قواعدو تشخیص او تثبیت د دې مقررې اصلي موخې په ګوته شوي.
ورپسې د افغانستان بانک او د عدلیې، مالیې او عامې روغتیا وزارتونو استازو چې په ناسته کې ګډون درلود پدې تړاو یې خپلې نظریې، وړاندیزونه او مشخص تعدیلونه شریک او د دې  موضوع پر  اهمیت یې خبرې وکړې او هم یې د خپلو اړونده ادارو د همکارۍ  ډاډ ورکړ.
په پای کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیال پدې اړه د ګډونوالو هڅې او کوښښونه وستایل او پرېکړه یې ورکړه چې د وزارت اړونده ریاستونه دې د مقررې په مسوده بیاځلې کتنه وکړي او له هغې وروسته دې نورو ادارو سره شریکه کړي؛ ترڅو د هغوی غوښتنو او وړاندیزونو ته هم په کې ځای ورکړل شي.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS