د کار او ټولنیزو چارو وزارت په هیواد کې د بیکارۍ کمښت لپاره د کارموندنې ملي پالیسي جوړوي

naweed_admin
Sat, Jun 04 2022 12:26 PM
W

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اداري کمېسيون غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست وزیر ملا عبدالولي څارنوال (حاجي وارث) په ګډون ګڼو دولتي ادارو سرپرستانو حضور درلود. نورو ډیرو موضوعاتو ته د رسیدګۍ ترڅنګ د کار او ټولنيزو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه چې د بېکارۍ کموالي او کارموندنې په موخه لنډمهالې او منځمهالې طرحې او په همدې ترتيب د سکتوري وزارتونو، خصوصي سکتور،.او اړوندو ادارو متخصصينو سره په همغږۍ د کارموندنې ملي پاليسي ترتيب کړي او د منظورۍ په موخه دې د ا.ا کابينې ته وړاندې کړي.
 همداراز د افغانستان اسلامي امارت اداري کمیسیون  د کار ټولنيزو چارو وزارت له لوري بهرنيو اتباعو د کار جواز ویش رییس مولوي حافظ عبدالرحمان رحمانی له لورې ترتيب شوې طرحه تر بیاکتنې اولازمو بدلونونو راوړلو وروسته تاييد کړه. بهرنیو اتباعو ته اسانتیاوو رامنځته کولو طرح په مطابق به د هیواد په ټولو هوایي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو کې؛ بهرنیو وګړو ته د کار جواز توزیع ریاست استازولۍ فعالې شي  او بهرنیو اتباعو ته د جواز په توزیع کې  به چټکتیا او روڼتیا رامنځته شي او په هیواد کې میشته او راتلونکو بهرنیو اتباعو ته به آسانتیا رامنځته شي او د هغوی ستونزې به کمې شي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS