روزنتونونو ته د ترکيې جمهوري هيواد د مرستو ويش

naweed_admin
Thu, May 05 2022 1:02 PM
Q


دغه کمکي بستو کې چې غذايي مواد او قالينې شاملې وې؛ د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د دوست هيواد ترکيې د سفير له لوري د افغانستان روزنتونو ته ور کړل شوې. 
دې پروګرام کې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د افغانستان لپاره د ترکيې هيواد سفير جحات ارګينای، د ترکيې هيواد د مرستو همغږې کوونکې ادارې (TEKA ) مشر، د روزنتونونو عمومي رئيس فيضان احمد کاکړ، د وزارت مقام د ټولنيزو چارو سلاکار رياض احمد محمد، د ترکيې سفارت او کار او ټولنيزو چارو وزارت يو شمير کارکوونکو ګډون کړی وه. 
د مرستو د ويش دغه پروګرام د قران کريم په مبارکو ايتونو پيل شو، چې وروسته د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) خبرې وکړې او په تيرو اتو مياشتو کې يې د دوست هيواد ترکيې له بشري مرستو مننه وکړه؛ زياته يې کړه: تيرو ۴۰ کلونو جنګونو کې ګڼ شمير افغان ميرمنې ګونډې او ماشومان يتيمان شوي، چې دغه بشري مرستې لا هم کافي نه دي؛ نوموړي د دوست هيواد ترکيې څخه و غوښتل؛ څو افغانستان کې پانګونه وکړي او په افغانستان کې لويې پروژې پلې کړي؛ څو له همدې لارې په هيواد کې د بيوزلۍ کچه کمه او کارموندنه را منځ ته شي. 
د افغانستان لپاره د دوست هيواد ترکيې سفير په خپلو خبرو کې وويل: ترکيې په تيرو اتو مياشتو کې ۵۰۰۰ ټنه بشري مرسته د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته را ليږلې، چې ۳۴ ولايتونو کې ويشل شوې، چې د يادو مرستو د ويش په لړ کې دا دی ۱۵۰۰ خوراکي کمکي بستې او ۷۵۰ تختې قالينې روزنتونونو سره مرسته و شوه.
د ترکيې سفير وويل: په تيرو پنځو کلونو کې يې د روزنتونونو په برخه کې زياتې مرستې کړي، چې په مرکز او ولايتونو کې د روزنتونونو د تعميرونو بيا رغوونه، په روزنتونونو کې د پارکونو جوړول، د اختريزو او روژه ماتي پروګرامونو جوړل او د يتيمو ماشومانو لپاره د روغتيايي او خوراکي موادو ويش د دوی له مهمو مرستو څخه شميرل کيږي. 
د ويلو دی، چې د ترکيې هيواد دغه مرستې به د تهيه مسکن روزنتون سربيره د هيواد نورو روزنتونونو کې هم و ويشل شي.

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS