د امید کمپ د تېرو قراردادونو د ستونزو څیړلو اړوند ناسته جوړه شوه.

naweed_admin
Thu, Apr 14 2022 6:52 PM
E

 
د امید کمپ ( د معتادینو د ساتنې او د فني او حرفوي زده کړو مرکز) د تیرو قراردادنو څیړلو په موخه د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ غونډه جوړه شوه. 
دغه ناسته چې د قرآن عظیم الشان په مبارکو آیتونو پیل شوه، د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) په مشرۍ جوړه شوې وه، چې په کې د وزارت مقام د دفتر رئيس مولوي شرف الدين شرف د وزارت مقام د ټولنیزو چارو سلاکار رياض احمد محمد، د فني او حرفوي مرکزونو رياست مشر مولوي ميرحانم، د اداري او خدماتو رئيس سید فهیم هاشمي، د وړکتونونو تدریسي رئیس مولوي رحيم الله، د تهیه او تدارکاتو آمر، د مالي چارو آمر، د امید کمپ( د معتادینو د ساتنې او د فني او حرفوي زده کړو مرکز) آمر او د یاد مرکز لپاره د نیول شوي( قرارداد شویو) کور مالک حاجي غنچه ګل هم ګډون درلود. 
د غونډې په پیل کې د کار او ټولنیزو چارو سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ناستې ګډونوالو ته د ښه راغلاست په ویلو سره د امید کمپ او ورته قراردادونو څیړلو اړوند وویل: د قراردادونو له څیړلو څخه مو موخه انتقادي نه، بلکې د چارو اصلاح کول دي؛ څو په ښه توګه راتلونکي کې خپلې چارې په ښه توګه مخته یوسو؛ وزارت چې په کومو برخو کې باقیداري او تیرو مسؤلینو د بې غورې له وجې ستونزې لري باید ورته رسیده ګي او د دخیلو برخو په همکارۍ ورته حل لارې و لټوو. 
نوموړي د دخیلو ریاستونو رئيسانو، استازو او د یاد کمپ لپاره د کورونو قراردادي( د کور مالک) څخه و غوښتل؛ څو د یادو قراردادونو اړوند خپل معلومات وړاندې کړي. 
وروسته د تدارکاتو ریاست آمر د امید کمپ د قراردادونو اړوند معلومات وړاندې کړل و یې ویل: چې یاد قراردادونه ۱۳۹۹ کال کې د وخت د مهارتونو او پراختیا ریاست په وړاندېز ترسره شوي دي، چې د نورو اداري او مالي ستونزو برخه کې یې اړوند ریاستونه خبر او اجرات یې ترسره کړي دي. 
همدارنګه ناسته کې د اداري چارو رئيس سید فهیم هاشمي، د مهارتونو د پراختیا ریاست استازي، د مالی چارو امر، د معتادینو د ساتنې او فنی او حرفوي زده کړو مرکز( امید کمپ) آمر او په بګرامیو کې د امید کمپ لپاره د قرارداد شوی کور مالک حاجي غنچه ګل او د غونډې نورو برخه والو هم په نوبت خبرې و کړې او د یادو قراردادونو د ستونزو اړوند یې مستند او د وخت د مسؤلینو له خوا د ستونزو جوړولو اړوند یې معلومات وړاندې کړل. 
د کار او ټولنیزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالولي څارنوال( حاجي وارث) د ټولو دخیلو ادارو د رئيسانو او استازو د خبرو تر اوریدو وروسته، اړوندو مسؤلینو ته د قراردادونو د سرنوشت او حساب تصفې اړوند لازمې لارښوونې و کړې؛ له اړوند مسؤلینو یې و غوښتل څو د یادو قراردادونو د تصفیې برخه کې د په راتلونکې ناسته کې ټول هغه دخیل مسؤلین چې په دې ناسته کې یې شتون نه درلود، هم را و غوښتل شي او هوکړه پر دې شوه، چې راتلونکې اونۍ شنبه( د روژې پنځلسمه او د وري میاشتې ۲۷مه) نیټه دې بله تعقیبي ناسته جوړه شي.

Latest news

Thu, Jun 05 2025 9:05 AM
Background image

Agreements concluded to Activate Digital Document Management and Asan Wazifa Systems at the Ministry of Labor and Social Affairs

Agreements were concluded between the Minister of Labor and Social Affairs, Alhaj Mullah Abdul Manan Omari, and the Minister of Communications and Information Technology, Alhaj Mawlavi. . .

Sat, May 31 2025 9:42 AM
Background image

Afghanistan is moving to become an Export Oriented Country


The Deputy Minister of Labor Affairs, Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, participated in and delivered a speech at the National Industry Week Exhibition (NIWE) closing ceremony. 

The. . .

Wed, May 28 2025 2:19 PM
Background image

The Activities Guidelines of the High Council of Labor have been approved

The meeting was chaired by Al-Haj Mullah Abdul Manan Omari, Minister of Labor and Social Affairs, and representatives from labor-related unions attended. The guidelines for the High. . .

BACK TO NEWS