‎د ټولنیزو چارو مرستیال سره د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو لیدنه

publish
Sat, Feb 06 2021 2:55 PM
۶

‎د ټولنیزو چارو مرستیال غلام حیدر جیلاني د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو سره په ناسته کې د هغوی له کړنو څخه مننه و کړه و یې ویل: موخه مو د ماشومانو لپاره د ښه چاپیریال را منځ ته کول دی او هڅه کوو، څو د خصوصي وړکتونونو فعالیت لپاره هم د کار ښه شرایط برابر کړو

‎ښاغلي جیلاني د خصوصي وړکتونونو ځینو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: له ماشومانو د زیات فیس اخیستل، د کار جواز نه درلودل، په ځینو مواردو کې د جوازونو نه تمدید او د وړکتونونو ماشومانو لپاره د ښه چاپيریال نشتون د خصوصي وړکتونونو له لویو ستونزو څخه شمیرل کیږي

‎د ټولنیزو چارو مرستیال و ویل: د ښو خدمتونو په وړاندې کولو او د والدینو په رضایت سره کولای شو، وړکتونونو ته لا زیات ماشومان جذب کړو

‎وروسته د وړکتونونو رئیسې حوریه سردارزاده د خصوصي وړکتونونو اړوند خبرې و کړې و یې ویل: اوس مهال هیواد کې ۹۴ انتفاعي خصوصي وړکتونونه او ۱۰ غیرې انتفاعي وړکتونونه فعالیت لري چې د هغوی د فعالیتونو د پراختیا، ښوونیزو برنامو او مقررې تعدیل برخه کې مو اقدام کړی دی

‎پای کې د خصوصي وړکتونونو مسؤلینو او استازو هم په هیواد کې د خصوصي وړکتونونو پر وړاندې د ستونزو اړوند خبرې و کړې او د کار او ټولنیزو چارو وزارت رهبرۍ څخه یې د ستونزو د حل غوښتنه و کړه

Latest news

Sun, Mar 15 2026 10:24 AM
Background image

Solving the Problems of Women and Vulnerable Groups is the main priorities of the Ministry of Labor and Social Affairs

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, said during the presentation of the one-year report of the Deputy Ministry of Social Affairs to the media. He. . .

Sun, Mar 08 2026 1:55 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Head of the Norwegian Refugee Council

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met in his office with Mr. Taria Magnusson Waterdal, the Head of the Norwegian Refugee Council (NRC).

The. . .

Sun, Mar 01 2026 12:10 PM
Background image

The Deputy Minister of Social Affairs Meets with the Director General of Afghanistan National Radio and Television

The Deputy Minister of Social Affairs, Alhaj Mawlavi Obaidullah Aminzada, along with his accompanying delegation, met with Qari Mohammad Yousaf Ahmadi, Director General of Afghanistan. . .

BACK TO NEWS