باميان ولايت کې د کار او ټولنيزو چارو وزير دوېمه کاري ورځ

publish
Sat, Jan 02 2021 11:22 AM
5

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج باميان ولايت ته د کاري سفر په دوېمه ورځ د ياد ولايت مشرانو، مدني ټولنې او رسنيو استازو، کارګرانو، محلي سوداګرو او د فني او حرفوي زده کړو مرکزونو مسؤلينو سره جلا جلا و کتل.

د باميان ولايت يو شمير مشرانو، د مدني ټولنې او رسنيو استازو، محلي سوداګرو او د فني او حرفوي زده کړو مسؤلينو د کار او ټولنيزو چارو وزير سره په جلا جلا ناستو کې خپلې ستونزې شريکې او د حل غوښتنه يې وکړه.

د کار او ټولنيزو چارو وزير بشير احمد ته ينج د هغوی د ستونزو تر اوريدو وروسته وويل چې د کرونا ويروس له امله هيواد کې ګڼ شمير هيوادوال زيانمن شول؛ اما دولت په ځانګړي توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت هڅه کوي، څو دغه نيمګړتيا اوستونزې حل کړي.

ښاغلي ته ينج ډاډ ورکړ، چې باميان ولايت ته به د کار او ټولنيزو چارو وزارت له خوا زياته پاملرنه و شي.

د رسنيو او مدني فعالينو استازو د کار او ټولنيزو چارو وزير سره په ليدنه کې د ياد ولايت د روزنتونونو، فني او حرفوي زده کړو مرکزونو اړوند ستونزې د وزارت رهبرۍ سره شريکې کړې، چې د کار او ټولنيزو چارو وزير د هغوی د خبرو اوريدو وروسته وويل، چې مرکزي حکومت په ځانګړي توګه د کار او ټولنيزو چارو وزارت د بې کارۍ، بيوزله ماشومانو او روزنتونونو ستونزو ته به جدي رسيده ګي وکړي.

د کار او ټولنيزو چارو وزير د ياد ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست سره پر ګډې همکارۍ ټينګار وکړ و يې ويل، چې بهر ته د کارګرانو د ليږد برخه کې به ياد ولايت ته پاملرنه وکړي.

نوموړي وويل، چې تر راتلونکو شپږو مياشتو به د باميان ولايت اړتياوو ته په کتو، ګڼ شمير تغيرات راشي، د لومړيتوبونو په نښه کولو سره به جدي او عملي ګامونه واخيستل شي.

د کار او ټولينزو چارو وزير د خپلو ليدنو په لړ کې د ياد ولايت د فني او حرفوي زده کړو مرکز څخه هم ليدنه وکړه، د هغوی ستونزې يې واوريدې او د ستونزو د حل په موخه يې اړوندو مسؤلينو ته لازمې لارېوونط وکړې.

ښاغلي ته ينج همدارنګه د ثمر آشيانه مرکز څخه هم ليدنه وکړه، د بې سرپرسته او زيانمن شويو ماشومانو د لا زيات ملاتړ ژمنه يې وکړه.

د کار اوټولنيزو چارو وزير خپل کاري سفر کې د شهيدانو کورنيو او واريثيونو سره هم وکتل، شهيدانو ته يې د الله ج له درباره د فردوس جنت او پاتې کسانو ته يې د جميل صبر غوښتنه وکړه.

Latest news

Wed, Nov 05 2025 2:53 PM
Background image

In Kabul, 800 Recovered Drug Addicts Graduate from Vocational and Technical Training Programs

At the Pul-e-Charkhi Vocational and Technical Training Center, 800 individuals who had recovered from drug addiction graduated after completing six months of practical and theoretical. . .

Mon, Nov 03 2025 3:08 PM
Background image

The Deputy Minister of Labor Affairs Meets with the Deputy Minister for Counter Narcotics

The Deputy Minister of Labor Affairs, Alhaj Mawlavi Mohammad Zahid Ahmadzai, met with Alhaj Sheikh Mohammad Qasim Khalid, the Deputy Minister for Counter-Narcotics at the Ministry of. . .

Tue, Oct 28 2025 10:04 AM
Background image

Deputy Minister of Labor Affairs Meets with Representatives of Industrialists

In accordance with the directive of the honorable Amir-ul-Muaminin (may Allah protect him) to provide facilitation in official procedures for industrialists. The Deputy Minister of. . .

BACK TO NEWS