د کار چارو معین د کارموندنې اتحادیې له غړو سره وکتل

د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا د خپل کار په دفتر کې د کارموندنې اتحادیې له غړو سره وکتل.
کتنه کې د یادې اتحادیې دوو تنو غړو د نورو په استازولۍ، د کار چارو معین په توګه د مولوي محمد زاهد جان آغا د ګمارل کېدو له امله مبارکي وویله او د اتحادیې د جوړښت، د غړو شرکتونو او فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک او څرګنده کړه له هېواده بهر د افغان کاریګرانو لېږد، چې یوه مهمه موضوع ده او په تېرو وختونو کې پدې رابطه له ځينو هېوادونو سره خبرې هم شوي دي، هیلهمند یو؛ ترڅو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له آدرسه تعقیب شي. ترڅو بهر ته د افغان کاریګرو د لېږد د پیل لپاره زمینه برابره شي.
ورپسې د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کار چارو معین مولوي محمد زاهد جان آغا خپلو خبرو کې څرګنده کړه، چې له هېواده بهر د افغان کاریګرو د لېږد موضوع د وزارت د رهبرۍ له لوري تعقیب شوې او د قطر او ترکیې هېوادونو له سیاسي نمایندګیو سره ځینې مقدماتي ناستې هم شوي او هیلهمند یو، چې مثبتو پایلو ته ورسیږو. د کار چارو معین زیاته کړه: په پام کې لرو چې د وزارت په ابتکار د کار ملي کنفرانس جوړ او په هغې کې د راتلونکي لپاره د کارموندنې برخو کې د مختلفو ادارو او په کارپوه اشخاصو وړاندیزونه، تحلیلونه او سپارښتنې واخلو، چې دې برخه کې ستاسو همکاري هم اړینه ده.